د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۸

په هرات کې د موی ټای سیالۍ وشوې


د دغو سياليو د کېدو هدف د هرات ولایت د موی ټای لوبډلې لپاره د غوره څېرو ټاکل او د ورزشکارانو د مهارتونو لوړول ښودل شوي.
د دغو سياليو د کېدو هدف د هرات ولایت د موی ټای لوبډلې لپاره د غوره څېرو ټاکل او د ورزشکارانو د مهارتونو لوړول ښودل شوي.

په هرات کې د موی ټای سیالۍ وشوې.

د طالبانو په مشرۍ د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې نن یکشنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، د هرات ولایت د موی ټای فدراسیون ټاکنیزې سیالۍ په میرویس صادق جمنازیوم کې وشوې.

یاد فدراسیون وړاندې لیکي، په دغو سیالیو کې ۵۰ ورزشکارانو د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په سني کټګوریو کې برخه اخیستې وه.

د دغو سياليو د کېدو هدف د هرات ولایت د موی ټای لوبډلې لپاره د غوره څېرو ټاکل او د ورزشکارانو د مهارتونو لوړول ښودل شوي.

د دې سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه او مډالونه هم ورکړل شول.

XS
SM
MD
LG