د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۶

د کابل سنوکر لوبډلې لپاره لوبغاړي غوره شول


آرشیف
آرشیف

د کابل د سنوکر لوبډلې لپاره ۱۷ لوبغاړي غوره شول.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې نن پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، چې د کابل سنوکر لوبډلې لپاره د غوراوي سیالۍ پرون مازدیګر پای ته ورسېدې چې له ډلې یې ۱۷غوره لوبغاړو د کابل لوبډلې ته لار ومونده.

یادې ادارې لیکلي دي، چې ټاکل شوي لوبغاړي به د سنوکر په ملي سیالیو کې ګډون کوي او کولای شي له دې لارې د سنوکر ملي لوبډلې ته هم لار ومومي.

د بدنې روزنې او ورزش ادارې د معلوماتو پر بنسټ په دې سیالیو کې ریس خان سنزي لومړی مقام او صالح محمد محمدي دوهم مقام خپل کړ.

XS
SM
MD
LG