د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

خلک: پنجشېر کې طالبانو د مقاومت جبهې په نوم له عامو خلکو قرباني اخيستې


په پنجشېر کې د طالبانو له لوري نيول شوى د ملي مقاومت جبهې غړى. MArch 11, 2022
په پنجشېر کې د طالبانو له لوري نيول شوى د ملي مقاومت جبهې غړى. MArch 11, 2022

د پنجشېر د دره ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د عبداله خېلو په سیمه کې د طالبانو او ملي مقاومت په نوم جبهې ترمنځ وروستۍ جګړې له عامو خلکو قرباني واخیسته.

یوڅلویښت کلن ملا محمد د عبداله خېلو په کوره تاز سیمه کې ژوند کوي.

دی وایي، کله چې طالبان او د ملي مقاومت په نوم جبهې وسله وال سره ونښتل، ده یوه خوندي ځای ته پښې سپکې کړې.

د پنجشېر په يوه څنډه کې طالبان
د پنجشېر په يوه څنډه کې طالبان

دا چې دغې دره کې څه تېر شوي، ملا محمد د خپلو سترګو لیدلی حال داسې وایي: "طالبانو د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ له لوري هم خپل سرتېري چمتو کړي وو، هغوی له هغه لوري راپورته شوي وو. د پنجشېر د حصارک او کوهبند له خوا هم طالبان راغلل او حاکمو سیمو کې ځای پر ځای شول، دا داسې لوړ ځایونه دي چې زه نه شم ورختلی، ډېر خلک جګړه کې ووژل شول. هر کونج او ګوښې کې جسدونه پراته دي، څوک یې خښولی هم نه شي. خلک بېچاره او بدبخته شول. خلک ډېر وځورول شول."

د سیمې خلک وایي، د درې ولسوالۍ جګړه وروسته له هغه ونښته چې اوسېدونکو یې د طالبانو د اختر د اعلان خلاف یوه ورځ وروسته له نورو اسلامي هېوادونو سره اختر ولمانځه.

د طالبانو سترې محکمې اختر د اوونۍ په یکشنبې اعلان کړی و، خو د دره عبدالله خېل اوسېدونکو د دوشنبې په ورځ د اختر لمونځ وکړ.

ځایي اوسېدونکي وایي، دې اقدام طالبان غسه کړل او وسله والو یې د سیمې یو شمېر دیني علما ونیول او له ځان سره یې بوتلل.

په ظاهره کله چې عام خلک د دیني علماوو د نیول کېدو مانع شول، نو جګړه ونښته.

د عبداله خېلو درې اوسېدونکی ګل اقا وایي، طالبانو د مقاومت جبهې د وسله والو ځپلو ته اضافي سرتېري ولېږل، خو په لاره کې د طالبانو کاروان د مخالفانو له کمین سره مخامخ شو.

جګړه کې د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی معلوم شوی، خو طالبان او مخالفه جبهه یې یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

دا چې په سیمه کې نور څه تېر شوي، د عبدالله خېلو درې یو اوسېدونکي یې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "طالبان د مقاومت کوونکو په لټه کې وو، کله چې طالبان ونه توانېدل د جبهې وسله وال پیدا کړي مجبور شول د سیمې خلک یې برمته کړل. طالبانو د مولوي صاحب خالد په ګډون د سیمې شاوخوا ۲۶ تنه په یوه کانټینر کې بندیان کړل."

په عبدالله خېلو دره کې د ملکیانو د وژنو ادعاوو پراخ غبرګونونه هم وپارول.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر وون برانټ وویل، پنجشېر کې د ملکیانو د وژنو راپورونو اندېښمن کړی دی.

ځینې نورو سیاسي څېرو او پخوانیو چارواکو هم ورته اندېښنې شریکې کړي.

خو طالبان بیا د ملکیانو ځورول ردوي.

په پنجشېر کې د طالبانو د والي ویاند ابوبکر صدیق ازادي راډیو ته وویل: "مونږ ډاډ ورکوو چې د اسلامي امارت ځواکونه هیڅکله هم تاوتریخوالی نه کوي، دا یو تور دی چې ګواکې مونږ دې څوک کانټینر کې زنداني کړي وي او یا مو شکنجه کړي دي. دا یو تور دی، حقیقت نه لري او مونږ یې تاییدو هم نه."

د پنجشېر د جګړې ښکاره څرک ځکه نه ښکاري چې هلته ازادې رسنۍ او نور خپلواک بنسټونه حضور نه لري.

خو څه چې ښکاره دي، هغه داده چې وروستۍ جګړې د هغه ځای اوسېدونکي له ستونزو سره مخامخ کړي او غوښتنه کوي چې جګړه کې باید د ملکیانو ژوند ته پام وشي.

XS
SM
MD
LG