د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

ناټو سازمان کې د غړيتوب غوښتنليکونه؛ سټولټنبرګ د فنلډ او سويډن هرکلی کړی


فنلند او سویډن په رسمي ډول دغه سازمان کې د غړیتوب غوښتنلیکونه ورسپارلي دي.
فنلند او سویډن په رسمي ډول دغه سازمان کې د غړیتوب غوښتنلیکونه ورسپارلي دي.

د ناټو سرمنشي وایي، فنلند او سویډن په رسمي ډول دغه سازمان کې د غړیتوب غوښتنلیکونه ورسپارلي دي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په دغه لویدیځ پوځي سازمان کې د فنلند او سویډن د غړیتوب هرکلی کوي او دغه دواړه اروپایي هېوادونه خپل نژدې ملګري یادوي.

سټولټنبرګ دا خبره نن چهارشنبه " د مې په ۱۸مه" وروسته تر هغه خبریالانو ته وکړه چې د فنلند او سویډن سفیرانو د غړیتوب غوښتنلیکونه ور وسپارل.

دغه راز د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ وویل، چې دی له ناټو سره د یو ځای کېدو لپاره د سویډن او فنلنډ د غوښتنلیکونه له زړه هرکلی کوي.

هغه زیاته کړه دا یوتاریخي ګام دی چې دا هېوادونه یې پورته کوي او متحدان به یې د غړیتوب پرلور پر نورو اقداماتو غور وکړي.

سویډن او فنلنډ دواړه د اروپایي ټولنې غړي دي او فنلنډ هم د ځمکې له لارې له روسیې سره ۱۳۴۰ کیلو متره اوږده پوله لري.

د فنلنډ لس سلنه خاوره د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته پخواني شوروي اتحاد نیولې ده.

دوی داسې مهال ناټو کې د غړیتوب رسمي غوښتنه کوي چې روسیه په خپلو ګاونډیو هېوادونو کې د ناټو د پوځي حضور زیاتېدو ته اندیښمنه ده.

دغه غوښتنه شاوخوا دوه اوونیو کې ارزول کیږي، خو له دې سره همهاله ترکیې په ناټو کې د فنلند او سویډن د غړیتوب په اړه اندېښنه ښودلې ده او ویلې یې دي، غړیتوب ته به یې مثبته رایه ورنه کړي.

دغو دواړو هېوادونو مخکې بې پرې سياست غوره کړی و، خو اوس يې ناټو کې د شموليت غوښتنه کړې
دغو دواړو هېوادونو مخکې بې پرې سياست غوره کړی و، خو اوس يې ناټو کې د شموليت غوښتنه کړې

که په دې اړه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان مخالفت حل شي، په ناټو کې د سویډن او فنلند د غړیتوب پړاوونه د ۸ او ۱۲ میاشتو په موده کې وروستي کیږي.

په ورته وخت کې ویل کیږي چې ناټو غواړي دغو پړاوونو ته ځکه سرعت ورکړي چې اوکراین کې يې د روسیې جګړې ته یو ډول ځواب ورکړی وي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډپرایس ویلي، ناټو کې د فنلند او سویډن د غړیتوب لپاره " پياوړې اجماع" موجوده ده.

پرایس ویلي، د ترکیې له مخالفت سره سره امریکا ډاډمنه ده چې ناټو به دا غوښتنې تایید کړي.

XS
SM
MD
LG