د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

فنلند په ناټو کې د غړیتوب غوښتنه کوي


په بلجیم کې د ناټو مرکزي دفتر
په بلجیم کې د ناټو مرکزي دفتر

د روسیې ګاونډي هېواد فنلند اعلان وکړ، چې هېواد به یې له ځنډ پرته ناټو کې د غړیتوب غوښتنه وکړي.

د فنلند ولسمشر ساولي نینیستو او صدر اعظمې یې سنا مرین نن اعلان وکړ، چې ناټو سره د خپل هېواد د یوځای کېدو ملاتړ کوي.

د فنلند ولسمشر ساولي نینیستو
د فنلند ولسمشر ساولي نینیستو

دې دواړو مشرانو نن په یوه اعلامیه کې وویل: "د ناټو غړیتوب به د فنلند امنیت ټینګ کړي" او فنلند به د ناټو د غړي په توګه دغه ټول دفاعي اتحاد پیاوړی کړي.

فنلند، چې له روسیې سره ۱۳۴۰ کیلومتره اوږده پوله لري، له ډېرې مودې راهیسې دې پرېکړې ته په تمه و.

معلومه نه ده، چې ناټو به په مشخص ډول په کومه نېټه د فنلند د غړیتوب په اړه غونډه وکړي، خو د دغه سازمان راتلونکې غونډه د جون په وروستیو کې په مادرید کې جوړېږي.

د ناټو چارواکو ویلي، هغه مهال ممکن له دې تړون سره د فنلند د یوځای کېدو موافقه لاسلیک شي، خو په دې شرط چې د مې میاشتې تر وروستیو پورې یې رسمي غوښتنه د ناټو د عمومي منشي تر مېزه ورسېږي.

بل لورته د اروپایي کمېسیون مشرې اورسلا ون دیرلاین او د اروپایي شورا مشر چارلس مېشل نن د مې ۱۲مه د جاپان له صدر اعظم فومیو کیشیدا سره د خبرو پر مهال پر روسیې کلکې نیوکې کړي دي.

دیرلاین تر دغې کتنې وروسته وویل: "روسیې اوس پر اوکراین د وحشیانه جګړې او له چین سره د اندېښمنونکي تړون له کبله د نړۍ نظم ته مستقیم ګواښ رامنځته کړی دی."

د اوکراین په ختیځ او جنوب کې د جګړې له شدت سره همهاله د جرمني دفاع وزارت ۶۰ اوکرایني سرتېرو ته د یوه پرمختللي توپخانه یي سیستم روزنه پيل کړې ده.

جرمني ژمنه کړې، چې ۷ دغه ډول توپخانه یي سیستمونه به اوکراین ته ورکوي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي ویلي، ده د جرمني له صدر اعظم اولاف شولڅ سره خبرې کړي چې څنګه برلین له اوکراین سره د روسیې خلاف جګړه کې نوره مرسته کولای شي.

په همدې حال کې روسي ځواکونه لا هم هڅه کوي چې په ماریوپول کې د اوکرایني ځواکونو وروستی مورچل مات کړي.

اوکرایني ځواکونو دغلته د فولادو په یوې کارخونه کې سنګر نیولی دی.

د اوکراین وسله وال پوځ ویلي، خارکییف کې یې یو کلی بیرته له روسي ځواکونو څخه نیولی دی، دا کلی له سرحد سره څلویښت کیلو متره واټن لري.

XS
SM
MD
LG