د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۸

د روسیې خبرداري سره سره له فنلنډ وروسته سویډن هم د ناټو غړیتوب غواړي


عکس آرشیف: په بلجیم کې د ناټو د غړیو هېوادونو بیرغونه
عکس آرشیف: په بلجیم کې د ناټو د غړیو هېوادونو بیرغونه

له فنلنډ وروسته سویډن هم وویل چې غواړي د ناټو غړی شي.

پر اوکراین د روسیې یرغل ته پام سویډن هم له فنلنډ سره یوځای شو او پرېکړه یې وکړه، چې له ناټو سره د یوځای کېدو لپاره به دې تړون ته خپل غوښتنلیک وړاندې کړي.

د سویډن صدراعظمې مګدالینا اندرسون پرون دوشنبې خبریالانو ته وویل، چې دا دواړه هېوادونه ناپیلی موقف پای ته رسوي حکومت یې پرېکړه وکړه چې په ناټو کې د سویډن سفیر به دې سازمان ته خبر ورکوي چې سویډن غواړي چې د ناټو غړی شي.

نوموړې زیاته کړه: "روسیې ویلي چې که موږ د ناټو غړي شو نو به په مقابل کې یې به یې اقدام وکړي خو موږ ده هم نه شو ردولی چې سویډن به له غلطو معلوماتو او د ډارولو او ویشلو له هڅو سره مخ نه شي."

دغه اقدام یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې د سویډن ګاونډ فنلنډ چې له روسیې سره ۱۳۰۰ کیلومتره اوږده ګډه پوله لري، ورته اعلان وکړ.

فنلنډ له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته چې د خپلې خاورې لس سلنه یې شوروي اتحاد نیولې، د سړې جګړې په دوره کې ناپیلی پاتی شوی دی.

د فنلنډ ولسمشر ساولي نینستو او د دې هېواد صدراعظمې سانا مارین وویل، چې له پارلمان سره له سلا مشورو وروسته یې هېواد نیت لري چې ډېر ژر ناټو ته د غړیتوب غوښتنه وړاندې کړي.

پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته فنلنډ او سویډن په چټکۍ په ناټو تړون کې د غړیتوب لپاره اقدام کړی خو د دغو دواړو هېوادونو غوښتنه باید د دې تړون ټول دېرش غړي هېوادونه تایید کړي.

په عین حال کې د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین پرون دوشنبې وویل، چې په داسې حال کې چې روسیه له ناټو سره د یوځای کېدو په اړه د فنلنډ او سویډن پرېکړې ته د ګواښ په توګه نه ګوري خو مسکو به په دې هېوادونو کې د پوځي تاسیاستو د ځای پرځای کېدو پر وړاندې غبرګون وښي.

د روسیې ولسمشرولادمیرپوتین
د روسیې ولسمشرولادمیرپوتین

ټاکل شوې، چې د ناټو راروانه سرمشریزه د جون په ۲۸ او ۲۹ د هسپانیا په پلازمېنه مادرید کې جوړه شي.

د ناټو چارواکو داسې نښې ښودلي، چې له دې تړون سره د یوځای کېدو لپاره د فنلنډ او سویډن پروتوکولونه به هله لاسلیک شي چې د دواړو هېوادونو رسمي غوښتنلیکونه تر دې سرمشریزې مخکې د ناټو د عمومي منشي ینس ستولتنبرګ ترمیزه ورسېږي.

خو ناټو باید د هغه ګواښ لارې چارې ولټوي چې ترکیې د دې تړون د پراختیا پر وړاندې کړی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان فنلنډ او سویډن تورن کړي، چې د تروریزم پر وړاندې یې واضح دریځ نه دی غوره کړی.

د هغه اشاره د ترکیې د حکومت مخالفه هغو کرد وسله والو ته ده، چې دغو دواړو هېوادونو پناه ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG