د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

خوست کې د کرکټ سیالۍ؛ ګڼ نندارچیان د لوبو له ترسراوي خوښ دي


په خوست کې د کرکټ د روانو سیالیو انځور
په خوست کې د کرکټ د روانو سیالیو انځور

په خوست کې د زرغون افغانستان په نوم د کرکټ یو ورځنۍ لوبې پيل شوي چې ګڼ خلک یې لیدو ته ورځي.

د خوست د کرکټ لوبغالی د زرغون افغانستان د جام کوربه دی.

د زرغون افغانستان د کرکټ جام د خوست په لوبغالي کې د مې له اتمې پيل او تر شلمې دوام کوي.

د ملي ټیم ځینې مشهوره لوبغاړي شهزاد محمدي، نجیب الله ځدراڼ، ګلبدین نایب، حشمت الله شهیدي او رحمت شاه زرمتی په دریو ټیمونو پامیر، میوند او هندوکش کې له نورو ځوانو لوبغاړو سره په ګډه دې لوبو کې حضور لري.

د لوبې د لیدو لپاره ګڼ ننداره چیان د خوست لوبغالي ته ورغلي وو او ټولو یې د لوبو له ترسراوي خوښي وښوده.

دا لوبې په افغانستان کې په ټلویزیونو هم خپرېږي او کرکټ بورډ د ځینو ننداره چیانو خبرې هم راخیستي.

د لوبې نندارچي حفیظ زیرک وايي: "دلته لوبې ته راغلی یم له نږدې لوبه ګورم. ډېر خوشاله یم. ما خپله د حضرت ځاځي لوبډله خوښه ده. باید ټول مینه وال له دې لوبو خوند واخلي او لوبغاړو ته خپله مینه پالنه وښيي."

خوست کې د کرکټ د روانو سیالیو انځور چې په نندارچیان له د لوبې لیدو ته ناست دي او لوبغاړی په میدان کې ښکاري.
خوست کې د کرکټ د روانو سیالیو انځور چې په نندارچیان له د لوبې لیدو ته ناست دي او لوبغاړی په میدان کې ښکاري.

دغه راز د لوبې یو بل نندارچي احمدشاه وویل: "ډېر خوښ یو. خو مخکې ډېره موده خلک غمجن وو مګر د کرکټ په دې لوبو سره خلک خوشاله دي. الله دې وکړي چې دا رقم خوشالۍ نورې هم زیاتې شي."

د زرغون افغانستان د جام لومړۍ لوبه میوند ساتونکو ټیم له پامیر لیجینډز لوبډلې څخه د ۱۰ منډو په توپیر وګټله.

په دې لوبه کې د میوند ساتونکو لوبډلې د خپلو ۸ لوبغاړو په سوځېدو په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې ۲۵۴ منډې وکړې.

د دغې لوبډلې په ګټه دروېش رسولي ۸۴، شهزاد محمدي۷۰ او شرف الدین اشرف چټکې ۲۹ منډې جوړې کړې.

له بلې خوا د پامیر لیجینډز لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې حمزه هوتک، ګلبدین نایب او بلال سمیع ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د یاد هدف په ځواب کې د پامیر لیجینډز لوبډلې له هدف نه په لسو کمو منډو خپل لوبغاړي له لاسه ورکړل او لوبه یې بایلوده.

درویش رسولي د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

دویمه لوبه سه شنبه د میوند ساتونکو او هندوکش سټرایکرز لوبډلې تر منځ ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG