د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

ابوظبي کې د افغانستان کرکټ پر راتلونکو پروګرامونو غونډه شوې


د عکس ښي لور ته د ابوظبي کرکټ شورا منشي الاواني او چپ لور ته د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییوي رييس نصيب خان.
د عکس ښي لور ته د ابوظبي کرکټ شورا منشي الاواني او چپ لور ته د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییوي رييس نصيب خان.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه رییس نصیب خان تېره ورځ په متحده عربي اماراتو کې د ابوظبي کرکټ شورا له عمومي منشي "الاواني" سره لیدلي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ په فیسبوک پاڼه خپاره شوي بيان کې راغلي، چې په دغه ناسته کې د افغانستان په کوربه توب د سیالیو پر مهال د لوبغالو د فیسونو پر کموالي، نورو لوبغاړو ته د ویزو په ډګر کې د اسانتیاو رامنځته کولو، د کرکټ په ډګر کې پر دوه اړخیزو همکاریو او نورو اړوند موضوعات بحث شوې.

د افغان کرکټ بورډ په وینا، د ابوظبي کرکټ شورا منشي ښاغلي الاواني په یادو مواردو کې افغان لوري ته د هر ډول همکارۍ او مرستې ژمنه ورکړې.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ افغان کرکټ بورډ ملي لوبغاړو ته د متحده عربي اماراتو د اقامو اخیستلو خبره وکړه.

XS
SM
MD
LG