د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

افغان کرکټ لوبډله د شل اوریزو لوبو درجه بندۍ کې لسم مقام ته راښکته شوه


د افغانستان کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې له اتم مقام څخه لسم مقام ته راښکته شوه.

د کرکټ نړیوالې شورا تازه د ټېست، یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو درجه بندۍ خپرې کړې دي چې افغان لوبډلې په یو ورځنیو لوبو کې خپل لسم مقام ساتلی خو په شل اوریزو لوبو کې له اتم مقام څخه لس مقام ته را غورځېدلې ده.

افغانستان په دې وروستیو کې ډېرې نړیوالې لوبې نه دي کړي چې همدا یې په نړیوالې درجه بندۍ کې د ښکته غورځېدو لامل هم ګڼل کېږي.

د یادونې ده، چې په ټېست کرکټ کې اسټرالیا، په یو ورځنو لوبو کې نیوزیلنډ او په شل اوریزو لوبو کې هند لوبډله لومړی مقام لري.

XS
SM
MD
LG