د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

جېل بايډن له اوکرايني پناه غوښتونکو سره د مرستندويه سازمانونو هڅې وستايلې



د امريکا د ولسمشر جو بايډن مېرمن جېل بايډن اوکراين ته په څلور ورځني سفر تللې
د امريکا د ولسمشر جو بايډن مېرمن جېل بايډن اوکراين ته په څلور ورځني سفر تللې

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مېرمنې، جېل بایډن له اوکرایني پناه غوښتونکو د امریکا پر ملاتړ د ټینګار لپاره رومانیا او سلواکیا ته د خپل څلور ورځني سفر په لړ کې له اوکرایني پناه غوښتونکو سره د مرستې له کبله د مرستندویو سازمانونو هڅې وستایلې.

د ولسمشر جو بایډن مېرمنې جېل بایډن پرون شنبه د رومانیا په پلازمېنه بخارست کې د امریکا په سفارت کې د وینا پر مهال د مرستندویو سازمانونو هڅې هڅوونکې وبللې، چې په اوکراین کې د روسیې د غیرموجه جګړې له کبله د اوکراین له بېځایه شویو سره روانې دي.

هغې د اوکراین له ځینو بېځایه شویو، امریکايي سرتېرو او د رومانیا له چارواکو سره وکتل.

پولنډ کې د اوکرايني بې ځايه شويو يو انځور
پولنډ کې د اوکرايني بې ځايه شويو يو انځور

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمشنري یا (UNHCR) وايي، د جګړې له کبله له اوکراین څخه نږدې ۸۶۰زره کسان یا رومانیا ته ورغلي یا هم له دغه هېواده نورو ځایونو ته تېر شوي دي.

په (UNHCR) کې د رومانیا استازي پابلو زاپاتا (Pablo Zapata) وویل، چې هره ورځ شا و خوا ۷۰۰۰ اوکرایني وګړي له سرحده تر تېرېدو وروسته رومانیا ته داخلېږي.

په همدې حال کې د اوکراین د ولسمشر ولادمیر زلینسکي یوه سلاکار اولکسي ارستوویچ پرون شنبه ادعا وکړه، چې اوکرایني ځواکونو د خارکیف او خرسون ښارونو په څنډو کې پرمختګونه کړي دي.

د اوکراین د پوځ ویاند سرګي براتڅچوک پرون وویل، چې د ا وکراین یوې بې پېلوټه الوتکې د روسیې یوه جنګي کښتۍ په تور سمندرګي کې ډوبه کړې ده.

اروپايي ټولنې پرېکړه کړې چې د روان کال تر وروستيو به له روسيې د تېلو واردات بندوي.
اروپايي ټولنې پرېکړه کړې چې د روان کال تر وروستيو به له روسيې د تېلو واردات بندوي.

په ځواب کې روسیې ادعا وکړه، چې د اوکراین د وسلو او مهماتو یوه زېرمه یې نابوده کړې چې امریکا او اروپایانو جوړه کړې وه.

تر دوو میاشتو زیاته موده کېږي چې پر اوکراین د روسیې غیرموجه جګړه روانه ده، چې د مسکو او غربي هېوادونو ترمنځ یې پراخ کړکېچ ایجاد کړی دی.

XS
SM
MD
LG