د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

اوکراين کې جګړه؛ نريندرا مودي: روسيه او اوکراين دې خبرې پيل کړي


د هند صدر اعظم نریندرا مودي او د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د هند صدر اعظم نریندرا مودي او د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د هند صدر اعظم په اوکراین کې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه. نریندرا مودي د ډنمارک د سفر پرمهال د سې شنبې په ورځ ټينګار وکړ چې د جګړې پر ځای دې د ماسکو او کییف ترمنځ خبرې پیل شي.

هند له هغو هېوادو څخه دی چې له روسیې سره ښه اړیکي لري.

د ډنمارک صدر اعظمې ماتي فردریکسن له خپل هندي سیال نریندرا مودي څخه وغوښتل چې له خپله اغېزه دې استفاده وکړي چې روسیه د اوکراین برید پای ته ورسوي.

د جرمني اژانس په وینا مېرمن فردریکسن له ښاغلي مودي څخه دا غوښتنه په پلازمېنې کوپنهاګن کې وکړه.

دې وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین باید له جنګ جګړې او د خلکو له وژلو لاس واخلي او مېرمن فردریکسن هیله ښکاره کړه چې صدر اعظم مودي په دې برخه کې له هغه اغېزه کار اخیستلی شي چې پر روسیې یې لري.

د هند صدر اعظم نریندرا مودي وویل چې هېواد یې په سمدستي ډول د روسیې او اوکراین ترمنځ د اوربند غوښتنه کوي او د روسیې او اکراین ترمنځ کړکېچ باید د خبرو له لارې حل شي.

روسیې د فبروري په څلرویشتمه پر اوکراین برید پيل کړ.

هند تر دې مخکې پر روسیې له بندیزونو سره مخالفت کړی و او پر اکراین یې د روسیې برید د امنیت شورا په غونډه کې نه و غندلی.

هند یو له هغو هیوادو څخه دی چې له روسیې څخه هم ډېر تېل اخلي او هم د روسیې وسلو یو ستر پېرودونکی دی.

په ورته وخت کې هند له لویدیځ سره ښه اړیکي لري او په وروستیو کې یې د امریکا له متحد ایالتونو سره اړیکي پراخې شوي او تودې شوي دي.

XS
SM
MD
LG