د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

مجاهد: د بزګرو لپاره د کوکنارو د بديل کښت په برخه کې هڅې پيل شوي


ارشیف: کندهار کې د کوکنارو کرونده
ارشیف: کندهار کې د کوکنارو کرونده

د طالبانو حکومت د بزګرو لپاره د کوکنارو د بديل معيشيت په برخه کې هڅې پيل کړي دي.

د افغانستان په تودو يا ګرمسيرو ولايتونو کې له کوکنارو څخه د تارياکو راټولولو فصل پای ته نژدې شوی او دوې اوونۍ وروسته د کوکنارو نوی فصل پيل کېږي.

له دې سره سم، د طالبانو حکومت وايي د کوکنارو د بديل معيشیت لپاره يې هڅې پيل کړي چې په پايله کې به يې له بزګرو سره مرستې وشي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد ازادۍ راډيو ته وويل، دوی هڅه کوي تر ډېره حده د هغو هېوادونو مرستې راجلب کړي چې د نشه يي موادو کښت او توليد زيانمن کړي وي.

هغه وویل: " اسلامي امارت د بزګرو لپاره په بديل معيشیت پيدا کولو بوخت دی، له ډېرو هېوادونو سره په اړيکه کې يو چې د بديل معيشيت په برخه کې له افغانانو سره مرسته او همکاري وشي، په تېره بيا هغه هېوادونه چې له نشه يي موادو څخه زيانمن شوي وو، ځينې داسې کښتونه شته چې بديل کښتونه کېدای شي لکه زعفران، انجه او ځينې نور قيمتي بوټي، کوکنارو په افغانستان کې ډېر زيانونه درلودل او ډېر ځوانان په معتاد شوي وو، نو دا يوه لويه ستونزه وه چې مخنيوی يې يوه اړتيا وه. "

روزګان، کندهار، هلمند، فراه، بادغيس او بدخشان د افغانستان له هغو (۲۲) ولايتونو څخه دي چې ډېر کوکنار پکې کرل کېږي.

په وروستيو کلونو کې حکومت او مرستندویه ادارو د زعفرانو، خوږه ولې او آلو ويرا د ترويج په ګډون، په ځينو ولايتونو کې د انارو او بادامو د باغونو جوړولو تر څنګ، له بزګرو سره نغدي مرستې هم وکړې، خو دې مرستو د کوکنارو کښت کم نه کړ.

له نشه يي موادو سره د مبارزې کارپوه ډاکټر ظفر وايي چې، د کوکنارو د بديل معيشيت او زعفرانو په نوم مرستې ښې پايلې نه لري.

ښاغلی ظفر زياتوي، داسې يوه پرمختيايي پروګرام ته اړتيا ده چې د افغانستان په ټولو ولايتونو کې يو ډول عملي شي، داسې يو پروګرام چې د کار زمينه برابره او بېوزلي کمه کړي.

هغه وویل: " اصلا د بديل معيشيت پروګرام داسې يوه مسئله ده چې هم بزګر، هم قاچاق کوونکي، هم حکومت او هم له حکومت څخه دباندې خلکو ګټه ځنې اخيستې ده. دا پروګرام يوازې هغه بزګر ته امتياز ورکول دي چې کوکنار کري. ښه کار دا دی چې د بزګرو په ګډون د افغانستان له ټولو خلکو سره مرسته وشي، د ټولو افغانانو لپاره متوازن انکشاف ته اړتيا ده. "

د طالبانو حکومت داسې مهال له نشه يي موادو څخه له زيانمن شويو هېوادونو څخه د مرستې غوښتنه کوي چې په وروستيو څو کلونو کې د افغانستان ځينو ګاونډيو هېوادونو نه يوازې دا چې له افغانستان سره د بديل معيشیت په برخه کې همکاري نه ده کړې، بلکې افغانستان ته يې د هغو کېمياوي موادو د قاچاقو مخه هم نه ده نيولې چې د نشه يي موادو په جوړولو کې کار ځنې اخيستل کېږي.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG