د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

ځمکه‌وال: سږکال ډېری ځوانان د کوکنارو نېښ وهلو لپاره هلمند ته تللي


آرشیف- مزارع کوکنار در ولایت کندهار
آرشیف- مزارع کوکنار در ولایت کندهار

د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه زرګونه ځوانان د افغانستان تودو يا ګرمسېره ولايتونو ته د کوکنارو نېښ وهلو لپاره تللي دي.

دا کارګران چې ډېری يې ځوانان دي وايي، بې‌وزلي او فقر دې ته اړ ایستلي چې ټول روغتيايي خطرونه ومني او د کوکنارو نېښ ووهي.

ځمکه‌وال وايي چې ډېری ځوانانو د بې‌کارۍ له امله د کوکنارو نېښ وهلو ته مخه کړې ده.

د افغانستان په تودو يا ګرمسېرو ولايتونو کې کوکنار حاصلاتو يا نېښ وهلو ته چمتو دي او په دې ولايتونو کې له يوې اوونۍ راهيسې د کوکنارو نېښ وهل کېږي.

د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ چې د کوکنارو نېښ‌يې وهل کېږي، د دې ځمکې نېښګران ډېری هغه ځوانان دي چې د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو څخه دلته په کار پسې راغلي دي.

د کندهار ولایت اوسېدونکی نياز محمد او د ارزګان ولایت اوسېدونکی جانان چې د کوکنارو د نېښ لپاره هلمند ولایت ته راغلي وايي، څو مياشتې کېږي چې بې‌کاره دي او اوس‌يې د نېښ وهلو خطر منلی چې څو ورځې دلته کار وکړي.

دوی وايي: "بې‌کاري ده او ۱۰ روپۍ عايد نه‌لرو، ټول ځوانان بې‌کاره دي، موږ له شپږو میاشتو راهيسې منتظر وو چې د نېښ وخت راورسېږي او موږ ته کار پيدا شي، اوس دلته ټول ځوانان په کار اخته دي."

"زه له ارزکان څخه راغلی يم، هلته بې‌کاري وه، اوس چې دلته راغلی يم کار راته پيدا شوی دی، د کار په بدل کې نیم من، درې چارکه ترياک راکوي. زما په ډول ډېر ځوانان بې‌کاره و، خو اوس په کار بوخت دي."

پخوا د کوکنارو په ځمکو کې کار کول د روغتيايي ستونزونو ترڅنګ امنيتي خطرونه هم درلودل، ځکه چې د پخواني حکومت امنيتي ځواکونو او بهرنیو همکارانو به‌يې د کوکنارو د بوټو اړولو لپاره نظامي عمليات کول او د ځمکه‌والو په ګډون به‌يې کارګران هم له ځان سره بیول.

اوس ځمکه‌وال د طالبانو حکومت له مخالفت پرته د کوکنارو څخه ترياک راټولوي، قاچاق کوونکي يې پروسس کوي او بیا يې د هلمند د واشېر او بهرامچې له لارې له افغانستان څخه دباندې قاچاق کوي.

د هلمند دوه ځمکه‌وال محبوب‌الله او سحرګل وايي چې سږکال ډېر کارګران د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ له امله هلمند ته د نېښ وهلو لپاره راغلي دي.

دوی زیاتوي: "هلمند ته د افغانستان له ټولو ولايتونو څخه خلک راځي او دلته نېښ وهي، دا موږ او تاسې ټولو ته معلومه ده چې بې‌وزلۍ پسې رااخيستي او ستړي شوي دي. د افغانستان حالات ورځ په ورځ مخ پر خرابېدو دي، خو سمېږي نه."

د کوکنارو په کروندو کې په کار بوخت کارګران
د کوکنارو په کروندو کې په کار بوخت کارګران

"ګټه‌يې نور خلک خوري موږ ته نه‌رسېږي، زموږ دا بزګري ده، څلورمه برخه‌يې زموږ ده. تر هغو چې د کوکنارو د حاصلاتو وخت رارسېږي موږ په پور ژوند کوو، کله چې مو ترياک واخیستل هغه پيسې پوروړي راڅخه يوسي."

که څه هم د طالبانو حکومت مشر تازه د کوکنارو کښت منع اعلان کړ، خو د طالبانو حکومت ويلي چې د کوکنارو له اوسني کښت سره کار نه‌لري، بزګران کولای شي چې له کوکنارو څخه ترياک ټول کړي، خو تر دې فصل وروسته د کوکنارو کښت او نشه‌يي موادو توليد ته اجازه نه‌ورکوي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:26 0:00
XS
SM
MD
LG