د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

اکانوميست مجله: افغانستان کې داعشيانو ناببره خپل بريدونه زيات کړي


ارشيف
ارشيف

اکانوميست مجله:

اکانومیست مجلې په وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د شمالي ولایتونو چاودنو ته په اشارې د کندوز ولایت د امام صاحب په یوه جومات کې پر چاودنې تمرکز کړی دی. په دې چاودنه کې ۳۳ تنه وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

که څه هم سمدستي کومې ډلې د دې برید مسوولیت ونه مانه خو د داعش خراسان څانګې د جمعې په ورځ وویل چې دوی د افغانستان په ولایتونو کې وروستۍ حملې کړي دي.

داعش په مزارشریف کې د شیعه ګانو په جومات کې د چاودنې په اړه ویلي چې د دغه ښار د سه دوکان جومات د لمونځ کوونکو په منځ کې یې چاودېدونکي مواد ځای پر ځای کړي وو او کله چې لمونځ کوونکي رکوع ته لاړل، چاودنه وشوه.

د اکانومیست له مخې، له نوومبر میاشتې را په دې خوا داعش په افغانستان کې دومره فعال نه و خو په دې وروستیو کې یې ناببره په افغانستان او پاکستان کې بریدونه زیات کړل او له کبله یې ډېرې مرګ ژوبلې شیعه اقلیت ته واوښتې.

جیوګرافیکل:

جیوګرافیکل مجلې بیا په تازه ګڼه کې په افغانستان کې د نجونو او ښځو په اړه لیکنه خپره کړې او د هغو راتلونکې یې تیاره بللې ده.

مجلې کښلې، سره له دې چې طالبان پر له پسې ژمنې کوي چې ښځو او نجونو ته د کار او زده کړو اجازه ورکوي، د افغان ښځو او نجونو د راتلونکې په اړه بې باوري ختمه شوې نه ده.

د تېر کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ښځو کار له لاسه ورکړی او تر شپږم ټولګي پورته نجونې نه پرېښودل کېږي چې ښوونځي ته لاړې شي.

جیوګرافیکل مجله لیکي، د طالبانو ویندویان بیا بیا ښځو ته د کار او نجونو ته د زده کړو د حق د ورکولو یادونې کوي خو عملاً طالبانو د نولس سوه نوي یمې لسیزې په شان نجونې له زده کړو بې برخې کړي دي.

د طالبانو د پوهنې وزیر د ناروې له یوه پلاوي سره په کتنه کې ویلي چې نجونې به هغه مهال ښوونځیو ته لاړې شي چې سم شرایط برابر وي او دا کار به د افغانستان د کلتوري ارزښتونو او اسلامي اصولو په رڼا کې ممکن شي. د دې معنا دا ده چې د هغوی په درسي نصاب او سیستم کې زیات بدلون راوړل کېږي.

د مجلې پر اساس، دومره ستر بدلون زیات مالي لګښت او پراخې مسلکي تجربې ته اړتیا لري چې طالبان یې یو هم نه لري.

XS
SM
MD
LG