د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

د افغانستان په شمالي ولايتونو کې د وروستيو ناامنيو په اړه اندېښنې!


د افغانستان په شمالي ولايتونو کې وروستيو ناامنيو ځايي اوسېدونکي، په ولسي جرګه کې د دغو ولايتونو استازي او ځيني چارواکي اندېښمن کړي دي.

د بغلان د ولايتي شورا رئيس صفدر محسني د سې شنبې په ورځ وويل چې تاله‌وبرفک ولسوالۍ وسله‌والو طالبانو نيولې ده.

بل‌خوا د وسله‌والو له‌خوا د سې شنبې په شپه د فارياب د بل چراغ ولسوالۍ د نيول کېدو خبر هم ورکړل شو.

د بدخشان کوهستانات ولسوالۍ هم د شنبې په ورځ د څو ساعتونو لپاره د دولت د وسله‌والو مخالفانو لاس ته ولوېده.

د بدخشان يمګان او وردوج ولسوالۍ خو له څه باندې دوو کلونو راهيسې د وسله‌والو په کنټرول کې دي.

د جوزجان، سرپل او فارياب په ځينو سيمو کې له څو مياشتو راهيسې د ناامنيو او جګړو خبرونه ورکول کېږي.

وسله‌والو طالبانو د غويي يا ثور مياشتې په ٥مه د الخندق په نوم د پسرلنيو عملياتو د پيل اعلان وکړ.

افغان حکومت په هماغه ورځ دا د وسله‌والو طالبانو تشه تبليغاتي جګړه بللې وه.

په شمال کې ناامني هم د دغو عملياتو تر اعلان وروسته زياته شوې ده.

په ولسي جرګه کې د کندز د خلکو استازي شايسته باز ناصري ازادي راډيو ته وويل، ځينې وسله‌والې ډلې د افغانستان په شمال کې د نورو هېوادونو په لمسون ناامنيو ته لمن وهي.

دی وایي:

"ځيني وسله‌وال طالبان د روسيې، ځيني يې د ايران او ځيني يې د پاکستان له ملاتړه برخه‌مند دي، دوى شخصاً ځيني مغرضانه اعمال ترسره کوي، ترڅو افغانان په اور وکړوي، بې‌ځايه‌يې قرباني کړي او وينې يې وبهوي."

د افغانستان په شمال کې قاچاق وړونکې ډلې، جنايتکاران، پخواني جنګسالاران او هغه ډلې هم ښکېلې بلل کېږي چې د کانونو له غير قانوني کېندنو ګټه اخلي.

په بلخ کې مېشت افغان ليکوال او د سياسي مسايلو تحليلګر ذبيح‌الله احساس وايي، د شمال د ناامنيو علتونه خورا ډېر دي.

دی زیاتوي:

"د شمال ناامني د تېرو کلونو له ناامنيو سره ډېر ځانګړى توپير نه‌لري، يوه خبره دا ده چې د پسرلي په پيل سره ولس په اندېښنه کې و او حکومت هم په وار وار ويلي وو چې د پسرلي په پيل کې د وسله‌والو تحرکات زياتېږي، سږ کال‌يې لوى علت ما ته پسرلني عمليات نه، بلکې راروانې ټاکنې ښکاري، د تذکرو وېش پيل شو، د سټيکرونو لړۍ پيل شوه، دا هغه څه دي چې روانه ناامني يې زياته کړې، بلکې دلته ناامني سياسي اړخونه هم لري، هغه سيمې چې د ناامنيو ګنجايش‌يې درلود، ناامني په‌کې زياته شوې او دا لړۍ روانه ده."

د بدخشان د ولايتي شورا رئيس بشير احمد صميم وايي، د دې لپاره چې د دولت وسله‌وال مخالفان ونه‌توانېږي چې سيمې ونيسي او يا په شمال کې يې د تحرکاتو مخنيوى وشي، د دوى په وړاندې جدي پوځي مبارزه په کار ده.

ښاغلی صميم وایي:

"مهم شى د خلکو ملاتړ دی، دغه‌راز د دفاعي او امنيتي ځواکونو قاطعيت دى، څو اطلاعات دقيق شي او دفاعي ارګانونه چې ملي اردو، پوليس او خاص قطعات دي، د سيمو د ساتنې لپاره د خلکو تر څنګ، د دښمن په وړاندې په قاطعيت اقدام وکړي، ځکه په سړو سيمو کې د هوا له تودېدو سره د دښمن تحرکات زياتېږي، وسله‌وال طالبان هېڅکله د سولې او مذاکرو له لارې پخلاينې ته نه‌حاضرېږي، د دوى په وړاندې وسله‌واله جګړه په کار ده او د دې جګړې لپاره د منظمو رسمي قطعاتو چې ملي اردو او پوليس دي، مبارزه نتيجه ورکوي."

د افغانستان په شمال کې د ناامنيو له زياتېدو سره د زرګونه کورنيو د بې‌ځايه کېدو راپور هم ورکړل شوى دى.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سلاکار حفيظ احمد مياخېل همدا خبره کوي او وایي:

"په ټوله کې په ټول هېواد کې تر يو ميليون زيات افغانان په بې‌ځايه شوي حالت کې ژوند کوي، سږ کال موږ تر ټولو زياتې بې‌ځايه شوې کورنۍ له شمالي ولايتونو درلودې، په هغو سيمو کې چې ناامني ډېره وه، څومره چې ناامني زياتېږي، بې‌ځايه شوي کسان هم ورسره زياتېږي."

د افغانستان دفاع وزارت تأييدوي چې دا مهال د هېواد په ١٤ ولايتونو کې امنيتي تهديدات شته او په شمال کې په وروستيو مياشتو کې د وسله‌والو تحرکات شديد شوي دي.

د دفاع وزارت سرپرست وياند بريد جنرال محمد رادمنش وايي، د افغانستان په شمال کې د ناامنيو د مخنيوي لپاره دوى نظامي پلان لري.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

ده وویل:

"که په کومه ولسوالۍ کې تهديدات راشي، موږ خپل ظرفيت ته په پام سره خپل اوپراسيون اجرا کوو او خپلې ولسوالۍ د دښمنانو له منګولو خلاصوو، ترورېستان او استخباراتي کړۍ هڅه کوي چې د افغانستان په وړاندې تهديدات رامنځته کړي، موږ اړ يوو چې د خپلو خلکو دفاع وکړو."

دا چې په مجموع کې د هېواد په شمال کې د ناامنيو او بريدونو مخه څنګه نيول کېږي، د پوځي چارو ماهران بېلابېل پېشنهادونه کوي، ځيني يې د بې‌کارۍ د مخنيوي، ځيني يې په امنيتي ارګانونو کې د اداري فساد د مخنيوي او ځيني نور بيا په دغو سيمو کې د خپل‌سرو وسله‌والو او د هغوى د مشرانو د غير قانوني فعاليت د مخنيوي پېشنهاد کوي.

ليکوال او د سياسي مسايلو تحليلګر ذبيح‌الله احساس په دې اړه بل نظر وړاندې کوي او وایي:

"اوله خبره د پوځي عملياتو ده، بله خبره دا ده چې حکومت دې ولس ته يو باور ورکړي، مثلاً د فارياب بل چراغ ولسوالۍ وسله‌والو نيولې، که چېرې د دغې ولسوالۍ د بېرته نيولو عمليات کېږي، حکومت بايد ولس ته دومره ځان ورنږدې کړي چې بېرته د طالب د راګرځېدو ګنجايش نه‌وي، کله چې يوه سيمه پاکه شي، د عملياتو په اوږدو کې پاکه وي، کله چې امنيتي ارګانونه خپلو قرارګاوو ته راځي، وسله‌وال بېرته له غرونو ورته راګرځي، حکومت دې ولس ته ځان نږدې کړي، ولسوالان دې خپلو ادارو ته راشي، د ناامنو سيمو ګڼ ولسوالان په اوونۍ کې يوه ورځ ولسوالۍ ته ورځي."

د وسله‌والو طالبانو تر څنګ د اسلامي دولت ډلې يا داعش جنګياليو هم د افغانستان په ځينو شمالي ولايتونو کې خپل فعاليتونه پراخ کړي چې وخت نا وخت‌يې له افغان امنيتي ځواکونو سره سختې جګړې هم کړې دي.

تېرو تجربو ته په پام سره، په افغانستان کې تل د جګړې ډېر مالي او ځاني زيان بې‌دفاع ملکيانو ته اوښتى چې دا لړۍ اوس هم روانه ده.

XS
SM
MD
LG