د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

د نړۍ په مطبوعاتو کې د افغانستان مسايلو ته کتنه


د نړۍ ځينو معتبرو ورځپاڼو او خپرونو په افغانستان کې د روانو پوځي مسايلو تر څنګ د سولې پر هڅو هم ليکنې خپرې کړې دي.

  • دي هېل (The Hill)

دي هېل ورځپاڼې چې له امريکا خپرېږي، په خپله تازه ګڼه کې په ننګرهار ولايت کې د داعش ډلې پر ضد د پوځي عملياتو پر مسئله ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې راغلي، په ننګرهار کې د داعش ډلې پر ضد هغه پوځي عمليات پاى ته رسېدونکي دي چې د افغانستان او امريکا ځانګړو ځواکونو يې رهبري کوله.

دي هېل ورځپاڼې د ليکنې په حواله، په دغو عملياتو کې چې تر ډېره پر هسکه مېنه ولسوالۍ متمرکز وو، د جون مياشتې له پيله د داعش ډلې ١٦٧ جنګيالي وژل شوي دي.

په ليکنه کې د امريکا د ځانګړو ځواکونو د يوه قوماندان ډګرمن جاش تييل (Josh Thiel) خبرې هم رااخيستل شوي چې ويلي يې دي، د داعش جنګياليو له دې ساحې، په کابل او جلال‌اباد کې پر مهمو اهدافو د حملو د چمتووالي او پلانولو لپاره کار اخيست.

  • پوليتيکو (Politico)

پوليتيکو خپرونې په افغانستان کې د نشه‌يي موادو په وړاندې د مبارزې د ناکامۍ په اړه مفصله ليکنه خپره کړې ده.

په يوه برخه کې يې راغلي، په افغانستان کې د کوکنارو کښت، د هيروئينو توليد، ترورېستي بريدونه او د هغو سيمو فيصدي خورا زياته شوې چې وسله‌والو طالبانو ورباندې ولکه ټينګه کړې ده.

ليکوال د ولسمشر محمد اشرف غني هغه وينا هم رااخيستې چې په وروستيو کې يې ويلي، که چېرې د امريکا متحده ايالاتو مرسته او همکاري بنده شي، افغان حکومت به په څو ورځو کې د ړنګېدو له خطر سره مخامخ شي.

د پوليتيکو په مقاله کې لولو، ولسمشر ډونالد ټرمپ چې د افغانستان په تړاو يې د پخواني ولسمشر بارک اوباما پر تګلارې انتقاد کاوه، اوس کټ مټ د هغه تګلاره تعقيبوي چې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د شمېر زياتول او له وسله‌والو طالبانو سره د سولې په خبرو کې برخې اخيستلو ته لېوالتيا په‌کې شامله ده.

مليټري ټايمز (Military Times)

امريکايۍ انلاين خپرونې مليټري ټايمز د افغانستان د سولې پر مذاکرو ليکنه خپره کړې چې وسله‌والو طالبانو ويلي په‌کې برخه نه‌اخلي.

.

د خپرونې په حواله وسله‌والو طالبانو د جمعې په ورځ په خپله اعلاميه کې ويلي، تر هغو چې په افغانستان کې بهرني سرتېري حضور ولري، دوى د سولې مذاکرو ته نه‌حاضرېږي.

ذبيح‌الله مجاهد چې ځان د دې ډلې وياند معرفي کوي، د سولې عالي شورا د تېرې مياشتې درخواست ته اشاره کړې چې له دې ډلې يې غوښتي وو، په افغانستان کې د ١٧ کلنې جګړې د پاى ته رسولو لپاره د سولې له پروسې سره ملګري شي.

دا په داسې حال کې ده چې سعودي عربستان نن او سبا د نړۍ د ديني عالمانو د هغې غونډې کوربه دى چې د افغانستان د سولې او پخلاينې پر مسئله په‌کې بحث کېږي.

وسله‌والو طالبانو ويلي چې په سعودي عربستان کې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې برخه نه‌اخلي.

XS
SM
MD
LG