د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۴

کندز چارواکي: د شري ناروغۍ له امله ٢١ کسان مړه شوي


د کندز د حوزوي روغتون یوه څنډه
د کندز د حوزوي روغتون یوه څنډه

په کندز ولایت کې د شري ناروغۍ د درملنۍ ۳۰ بستریزې څانګې ۹۰ بسترو ته ارتقا کړې ده.

د کندز د عامې روغتیا چارواکي وايي، چې د شري ناروغۍ په زیاتېدو سره د بې پولې ډاکترانو په مرسته د کندز د حوزوې روغتون د شري ناروغۍ د درملنې څانګې له ۳۰ بسترو څخه ۹۰ بسترو ته ارتقا کړي ده.

د عامې روغتیا رئیس ډاکتر نجیب الله ساحل ازادي راډیو ته وویل، چې حوزوې روغتون د شمال ختيځ زون په کچه روغتیايي خدمتونو وړاندې کوي او تر اوسه پورې د یادې ناروغۍ کابو د ۹۰۰ تنو ناروغانو درملنه شوې او ۲۱ تنه مړه شوي دي.

د کندز د عامې روغتیا رئیس ډاکتر نجيب الله ساحل
د کندز د عامې روغتیا رئیس ډاکتر نجيب الله ساحل

هغه وویل: "موږ د ايم ايس ايف MSF په همکارۍ سره دغه ۳۰ بستر روغتون ۹۰ بسترو ته ارتقا ورکړله. که څومره ناروغان په کندز کې زیاتېږې. موږ ورته امکاناتو لرو او د عامې روغتیا ریاست چمتو دي د شري واردونه پراخ کړي. خدمات چې وړاندې کېږې ډېر لوړ کیفیت لري، د MSF په همکاري سره یعنې ناروغ هېڅ اړتیا نه لري چې درمل او نور څه له بازار څخه واخلي."

نوموړي زياته کړه، چې اوسمهال د حوزوې روغتون د شري درملنې څانګې کې کابو سل تنه ناروغان درملنۍ لاندې دي.

د کندز حوزوي روغتون کې په شري اخته ماشوم تر درملنې لاندې دى.
د کندز حوزوي روغتون کې په شري اخته ماشوم تر درملنې لاندې دى.

پنځه ويشت کلنه طاهره د کندز ښار اړوند د کنم سیمې اوسېدونکي ده.

د هغې پر شري ناروغۍ اخته ماشوم د حوزوي روغتون د شري څانګې کې بستر دى.

هغه له اړوند چارواکو غواړي چې ناروغانو ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړې زياته کړه: "وروره دغه ناروغ مې دلته د درملنې په خاطر راوستى دى، شدیده تبه لري. بېګاه یې تبه وشکېده ورته خوشحاله شوم. خو بیا پرې شدیده تبه راغلې ده. غوښتنه مې دا ده چې زموږ د ناروغانو سمه درملنه وکړي چې له دې ناروغۍ وژغورل شي."

دېریش کلنې نفس ګل چې پر شري ناروغۍ اخته خپل ماشوم یې د بغلان ولایت له نهرین ولسوالۍ څخه د کندز حوزوي روغتون ته د درملنې په خاطر راوړى وو وايي، چې ماشوم بېرته روغ شوى دى.

نوموړې، له نورو کورنیو غواړي چې له دې ناروغۍ څخه د ژوغورنې په خاطر خپل ماشومان په روغتیايي مرکزونو کې واکسین کړي.

هغه زياتوي: "زما د ماشوم وضعیت پخوا ډېر نازک وو، خبرې يې نه شوې کولى او څه یې نه شو خوړلى. الحمدالله په دې روغتون کې درملنه وشوه اوس خبرې کوي او خوراک هم کوي. وضعیت یې اوس ډېر ښه دي، ډاکترانو زموږ ډېر خدمت وکړ."

روغتیاپاله شفیقه له کورنیو غوښتنه کوي، که چېرې په خپلو ماشومانو کې د شري ناروغۍ نښې نښانې وینې ژر تر ژره د روغتون ته انتقال کړي.

هغې زياته کړه: "موږ له ټولو کورنیو څخه غوښتنه چې له موږ سره همکاره واوسئ، له هر ولایت او هرې ولسوالۍ څخه چې وې موږ د هغوې خدمت کوو. دوى کولى شي دلته مراجعه وکړي او په وړیا توګه د خپلو ماشومانو درملنه وکړي."

د عامې روغتیا رئیس له ټولو کورنیو غوښتنه کوي، چې د شري ناروغۍ د مخنیوې په خاطر د ماشومانو د واکسین ټول پړاونه په خپل وخت سره تطبیق کړي څو په دې ناروغۍ اخته نه شي.

XS
SM
MD
LG