د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

په کندز او تخار کې د واکسیناتورانو وژنې؛ د پولیو په ضد کمپاین درول شوی


په کابل کې واکسیناتورانې
په کابل کې واکسیناتورانې

په کندوز او تخار ولایتونو کې له پرونیو حملو وروسته د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ پر ضد د واکسیسناسیون کمپاین درول شوی دی.

د واکسیناسیون کمپاین د روانې فبرورۍ په ۲۱ مه یعني د دوشنبې په ورځ پیل شوی و.

د دې کمپاین د درېدو له کبله به یو وار بیا زرګونه ماشومان د پولیو د ویروس په وړاندې له مصونیته بې برخې شي.

ملګروملتونو د افغانستان په شمال کې د پولیو د واکسیناتورانو وژنې په کلکه وغندلې او د هغو له عاملانو سره یې د حساب غوښتنه وکړه.

ارشیف؛ په جلال اباد کې د وژل شویو واکسیناتورانو د واکسین بکس
ارشیف؛ په جلال اباد کې د وژل شویو واکسیناتورانو د واکسین بکس

ملګروملتونو په یوه اعلامیه کې ویلي،پرون دوی ته په څلورو بېلابېلو سیمو کې د دغو بې رحمانه حملو خبر ورسېد.

دې ادارې د دې ډول بریدونو د فوري مخنیوي غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې عاملان یې باید ونیول شي او د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

د ملګروملتو پر اساس، یو تن په تخار ولایت کې او ۷ نور په کندزکې وژل شوي دي.

په کندز ولایت کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مطیع الله روحاني وویل چې د دغو حملو عاملان به ژر ونیول شي.

روحاني وایي:" دوه نفره د سه درک ساحه کې وژل شوي او دوه هم د دورې په سر په ابراهیم خېلو په سیمه کې وژل شوي او درې کارکوونکې چې ښځینه دي، په امام صاحب ولسوالۍ کې وژل شوې دي. دوه تنه په پېښه کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي."

ارشیف؛ په جلال اباد کې د پولیو ضد واکسین کمپاین
ارشیف؛ په جلال اباد کې د پولیو ضد واکسین کمپاین

د روغتیا نړیوال سازمان دا برید په کلکه غندلی او له طالبانو یې غوښتي چې عاملان یې د عدالت منګولو ته حاضر کړي.

د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند حافظ عبیدالله عابدي هم وايي چې د پېښو د عاملانو د نیولو لپاره امنیتي ځواکونو عملیات پیل کړي دي.

عابدي وایي:" امنیتي او کشفي ځواکونه په عملیاتو بوخت دي، کوشش کوي چې عاملان یې ونیسي."

د ملګروملتو پر اساس، د طالبانو تر واک ته رسېدو وړاندې په تېرو کلنو کې پر واکسیناتورانو په ځلونو خونړۍ حملې شوې خو سږکال طالبانو ژمنه وکړه چې په هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ د محوه کولو لپاره له ملګروملتونو سره د واکسیسناسیون په کمپاین کې مرسته کوي.

په تېرو کلنو کې په افغانستان او پاکستان کې سختدریځو ډلو بیا بیا تور لګولی چې د پولیو له کمپاینونو څخه د جاسوسۍ لپاره کار اخیستل کېږي او ځینو ملایانو داسې ادعا هم کړې چې د پولیو واکسین د مسلمانانو د نسل د کمولو لپاره یوه دسیسه ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژر فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې د واکسیناسیون په اړه د دوی درېځ دا دی چې باید پولیو په افغانستان کې محوه شي.

XS
SM
MD
LG