د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

په افغانستان کې د شري ناروغي د 'زیاتېدو' په حال کې ده


ارشیف، په شري ناروغۍ اخته یو شمېر بستر شوي افغان ماشومان
ارشیف، په شري ناروغۍ اخته یو شمېر بستر شوي افغان ماشومان

که څه هم په تېره مارچ میاشت کې د افغانستان د ۲۴ ولایتونو په ۴۹ ولسوالیو کې ۱،۲ ملیونه کوچنیانو ته د شري ضد واکسین تطبیق شول، خو په دې ناروغۍ د اخته کسانو په شمېر کې کموالی رانه‌غی.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې د شري یا سرخکان ناروغي د زیاتېدو په حال کې ده.

د دغه وزارت ویاند جاوېد هژیر ازادي راډيو ته وویل چې د روان ۲۰۲۲ میلادي کال د جنورۍ میاشتې په پرتله په تېره مارچ میاشت کې په دې ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر دوه برابره زیات شوی دی.

دی زیاتوي: "د کال له شروع نه تر اوسه، په ټول افغانستان کې له ۲۵ زره زیات کسان په شري ناروغۍ اخته شوي دي، په جنورۍ میاشت کې د شري ناروغۍ ۵،۴۴۶ پېښې، په فبرورۍ میاشت کې ۷،۸۹۱ او په مارچ میاشت کې ۱۱،۸۰۰ پېښې ثبت شوې دي."

دی وايي دغه موده کې په شري ناروغۍ اخته تر پنځه کلنۍ کم‌عمره ۱۸۶ ماشومان مړه شوي دي.

نوموړی وايي، د شري ناروغۍ تر ټولو زیاتې پېښې په کندز، کابل او هلمند ولایتونو کې ثبت شوې دي.

په شري ناروغۍ اخته یو افغان ماشوم
په شري ناروغۍ اخته یو افغان ماشوم

د شري ناروغۍ د کمپاین لومړۍ پنځه ورځنۍ دوره د مارچ میاشتې پر ۱۲مه پيل شوه چې په ترڅ کې یې ۱،۲ ملیونه ماشومانو ته د شري ناروغۍ ضد واکسین ورکړل شو.

اوس پوښتنه دا ده چې ولې يې د ناروغانو په شمېر کې د کموالي پر ځای زیاتوالی راغلی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر وايي: "د شري ناروغي یو ساري مرض دی، که په یوه کورنۍ کې پرې یو کس اخته شوی دی، د کورنۍ د غفلت له امله دا نورو ماشومانو او ان ګاونډویانو ته انتقال شوی دی او پاتې شوه د واکسین خبره نو واکسین دومره ژر خپل اغېز نه‌لري، بلکې څو اوونیو ته اړتیا ده چې واکسین خپل اغېز وکړي او ناروغي ختمه شي."

خو دی وايي، د روان ۲۰۲۲ میلادي کال په مې میاشت کې به د شري ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي په هدف د کمپاین دوهم پړاو پیل شي.

ښاغلي هژیر وویل چې په دې کمپایل کې به د افغانستان په ۱۱۱ ولسوالیو کې تر درې کلنو کم‌عمره درې ملیونه ماشومان واکسین شي.

عامې روغتیا وزارت له خلکو غواړي چې په دې برخه کې د روغتیايي کارکوونکو لارښوونې عملي کړي.

د شري واکسین په اړه معلوماتي بنر
د شري واکسین په اړه معلوماتي بنر

دغه وزارت وړاندیز کړی چې خلک باید ناروغ ماشومان له روغو لیرې وساتي، دغه‌شان د ماشومانو معافیتي سیستم ته پام وکړي او کوچنیانو ته ښه خواړه ورکړي ترڅو د شري د ناروغۍ په وړاندې يې د بدن مقاومت زیات شي.

مخکې تر دې د روغتیا نړیوال سازمان هم ویلي و چې په افغانستان کې د ماشومانو ترمنځ د شري ناروغي ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده او په دې اړه‌یې اندېښنه ښودلې وه.

XS
SM
MD
LG