د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

د کډوالۍ نړیوال سازمان: افغانستان باید له یاده ونه‌ایستل شي


ارشیف، په کابل کې یوې نانوايي ته ناست یو شمېر بې‌وزله افغانان
ارشیف، په کابل کې یوې نانوايي ته ناست یو شمېر بې‌وزله افغانان

د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای‌اواېم) وايي، افغانستان باید له یاده ونه‌ایستل شي.

د دې سازمان مشر انتونیو تورینو د یوې اعلامیې په ترڅ کې چې نن‌یې خپره کړې په نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د افغانستان خلکو ترڅنګ ودرېږي او خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ښاغلي تورینو ویلي، په داسې حال کې چې نړۍ اوس‌مهال له سختو ناورینونو سره مخ ده، خو بیا هم افغانان لاسنیوي او ملاتړ ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړې چې ټول په ګډه باید په دې برخه کې ټولیز اقدامات ګړندي کړي او ملیونونو افغانانو ته هیله‌مندي ور په برخه کړي، هغه ښځې او نجونې چې په ناحقه تر ټولو زیاتې ځورېږي.

د هغه دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې ملګري ملتونه ونه‌توانېدل د افغانستان د بشري ناورین لپاره د ۴،۴ میلیارده ډالرو د زیاتولو هدف ته ورسېږي.

تېره ورځ په سویس کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د بریتانیا، جرمني او قطر په همکارۍ د یو شمېر هېوادونو ترمنځ د افغانستان د بشري وضعیت او ۴،۴ میلیارده ډالرو مرستو راټولولو په اړه انلاین ناسته ترسره شوه.

د دې ناستې نه وروسته ملګرو ملتونو تېره ورځ ناوخته اعلان وکړ چې له افغانستان سره په ۲۰۲۲ کې ۴۱ نړیوالو مرستندویانو د ۲ ميلیارده او ۴۴۰ ملیون ډالرو مرستې ژمنه وکړه او هغه هدف چې دوی د افغانستان لپاره ټاکلی و، ورته ونه‌رسېدې.

له بلې خوا بیا یو شمېر بې‌وزله افغانان وايي، سره له دې چې نړۍ له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو د بشري مرستو لړۍ له څو میاشتو راهیسې پیل کړې، خو د دغو مرستو ډېره برخه‌یې اړمنو ته نه‌رسېږي.

د لغمان ولایت اوسېدونکی لعل محمد چې د پنځو اولادونو پلار دی وايي، تر اوسه‌یې مرستې نه‌دي ترلاسه کړي.

نوموړی د مرستو له روان بهیر نه ناخوښ دی او په دې برخه کې د شفافیت غوښتنه کوي.

دی وايي: "مرستې راغلې، خو موږ ته پاو هم نه‌دي رارسېدلي، موږ ته په ځلونو ویلي خو دوی وايي چې مرستې کمې دي او ټولو ته‌یې نه‌شو رسولای، خو هغه مرستې چې دلته راځي هغه اړمنو کسانو ته په وخت او زمان کې نه‌رسېږي."

د هرات ولایت اوسېدونکی بصیر روانو بشري مرستو ته په اشارې سره وايي، دوه ځله‌یې د وړو او غوړیو مرستې ترلاسه کړي.

هغه وايي، سره له دې چې سیمې ته‌یې په ځلونو مرستې رسېدلي، خو نوموړی ترې نه‌دی برخه‌من شوی.

ده وویل: "شوې مرستې ډېرې کمې دي او زموږ غوندې کور چې اته نفر کورنۍ یو، ستونزې مو ډېرې دي، قرضدار یو، قیمتي خپل اوج ته رسېدلې او ګزاره نه‌کېږي، نو دغه ډول مرستې ډېرې کمې دي او زموږ اړتیا نه‌پوره کوي او دغه مرستې اړمنو ته نه‌رسېږي."

طالبان بیا د نړیوالو مرستو نه هرکلی کوي او وايي چې اړمنو ته د مرستو په رسولو کې جدي دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن جمعه ازادي راډيو ته وویل، نړیوال دې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، خو دغه مرستې دې د فشار الې په توګه نه‌کاروي.

ښاغلی مجاهد وايي: "اسلامي امارت د بشري مرستو هرکلی کوي او لا هم غواړي چې د افغانستان خلکو سره په نورو برخو کې مرسته وشي، موږ د مرستو په وېش کې او خلکو ته رسولو په برخه کې جدي یو، زموږ ټولې ادارې مؤظفه شوي چې هم سروې او هم مرستې اړمنو ته په دقیق او شفاف بڼه ورسوي."

وروسته له هغه چې د طالبانو په واکمنېدو سره د امریکا له لوري د افغانستان شتمنۍ کنګل او د نړیوالو هېوادونو او سازمانونو له لوري له افغانستان سره مرستې ودرېدې، دغه هېواد کې خلک له اقتصادي کړکېچ سره مخ او بې‌کاري خپل اوج ته ورسېده.

XS
SM
MD
LG