د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

طالبان: نړیوال دې د افغانستان خلکو لاسنیوی او خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي


ارشیف، د طالبانو یو شمېر چارواکو انځورونه او بیرغونه
ارشیف، د طالبانو یو شمېر چارواکو انځورونه او بیرغونه

طالبان وایي نړیوال دې د افغانستان د خلکو لاسنیوی وکړي او خپلو بشري مرستو ته دې دوام ورکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې نړیوال دې له اړمنو افغانانو سره بشري مرستې د سیاسي مسایلو نه‌قرباني کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو ویاند ینس لیارکي ویلي چې راټولېدونکې مرستې به په هېڅ ډول د طالبانو د حکومت په واک کې نه‌ورکول کېږي او د مرستندویه مؤسسو له لارې به په مستقیم ډول تر عامو اړمنو افغانانو رسېږي.

ټاکل شوې نن په سویس کې ملګري ملتونه د بریتانیا، جرمني او قطر په همکارۍ د افغانستان لپاره د بشري مرستو راټولو په تړاو یوه انلاین ناسته ترسره کړي.

د طالبانو حکومت په دې اړه نننۍ ناستې ته خوشبینه دی.

ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې له افغانستان سره د بشري مرستو هرکلی کوي، خو هېڅ هېواد او سازمان دې دا مسایل د سیاسي اهدافو او فشارونو لپاره نه‌کاروي.

مجاهد زیاتوي: "موږ د ټولو هغو مرستو هرکلی کوو چې د افغانستان خلکو سره د بشري عواطفو له مخې کېږي، افغانان د نړۍ لاسنیوي ته اړتیا لري، خو که چېرې کوم بنسټ دا مرستې د سیاسي موخو، مداخلې وسیلې او فشار لپاره ټولوي دا د افغانستان په زیان او د مرستندویه هېوادونو د روحیې خلاف دي."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

دې ناستې ته یو شمېر عام افغانان هم خوشبینه دي.

اباسین چې د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی وایي ایسکریم خرڅوي او د دې کار ګټه‌یې د خپلې ټولې کورنۍ نفقه برابرولی نه‌شي.

اباسین په سویس کې د ملګرو ملتونو او ځینو نړیوالو هېوادونو ترمنځ د افغانستان د بشري وضعیت په اړه ناستې ته خوشبین دی او د مرستو غوښتنه کوي.

دی وايي: "دا ډول غونډې دې ډېرې شي او ژر تر ژره دې له افغانانو سره مرستې وشي، اوس‌مهال ډېرې سختې ورځې دي افغانان له سختو اقتصادي شرایطو سره مخ دي، نړۍ باید له افغانانو سره مرسته وکړي."

عرفان‌الله د کابل ښار اوسېدونکی دی، د عرفان‌الله غوښتنه دا ده چې کېدونکې مرستې دې په داسې یو پلان تر افغان بې‌وزلو خلکو ورسېږي چې اړمن ترې برخه‌من او خلک او اقتصادي ستونزې یې هوارې شي.

عرفان‌الله وايي: "دا مرستې دې په داسې پلان تنظیمې شي چې په مستقیم ډول تر اړمنو خلکو ورسېږي، د تېر حکومت پر مهال هم افغانستان سره ډېرې مرستې کېدلې، خو هغه به د بېلابېلو ادارو او مؤسسو له لوري حیف او میل شوې چې تر اړمنو خلکو به نه‌رسېدلې."

مخکې تر دې د کابل او یو شمېر ولایتونو اوسېدونکو ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي و چې د طالبانو په حکومت کې هم نړیوالې بشري مرستې، ډېری تر اړمنو نه‌دي رسېدلي.

د افغانستان غزني ولایت کې زرو بې‌وزله کورنیو سره د سره صلیب مرستې
د افغانستان غزني ولایت کې زرو بې‌وزله کورنیو سره د سره صلیب مرستې

دا عام افغانان داسې وخت کې دا څرګندونې کوي چې ټاکل شوې نن پنجشنبه په سویس کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د بریتانیا، جرمني او قطر په همکارۍ د یو شمېر هېوادونو ترمنځ د افغانستان د بشري وضعیت او ۴،۴ میلیارده ډالرو مرستو راټولولو په اړه انلاین ناسته ترسره شي.

وروسته له هغه چې د طالبانو په واکمنېدو سره د امریکا له لوري د افغانستان شتمنۍ کنګل او د نړیوالو هېوادونو او سازمانونو له لوري له افغانستان سره مرستې ودرېدې، دغه هېواد کې خلک له اقتصادي کړکېچ سره مخ شول چې څو موده مخکې د همدې شدید اقتصادي کړکېچ له امله د ملګرو ملتونو چارواکو له نړیوالو د افغانستان بې‌وزلو خلکو لپاره د ۴،۴ میلیارده ډالرو مرستو د راټولولو غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو ویاند ینس لیارکي ویلي چې تر دې دمه د دغه سازمان له لوري د غوښتل شویو مرستو د ۴،۴ میلیارده ډالرو څخه د ځینو هېوادونو له لوري یوازې د ۱۳ سلنې مرستې ژمنې شوې دي.

نوموړي ویلي چې راټولېدونکې مرستې به په هېڅ ډول د طالبانو حکومت په واک کې نهورکول کېږي او د مرستندویه مءسسو له لارې په مستقیم ډول تر عامو اړمنو افغانانو رسېږي.

XS
SM
MD
LG