د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

افغانستان کې د نجونو او ښځو د تعلیم په اړه پر ټولنیزو رسنیو پيل شوی کمپاین


افغانستان کې د زده‌کوونکو نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو په اعتراض لاریون
افغانستان کې د زده‌کوونکو نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو په اعتراض لاریون

یو شمېر افغان مېرمنو په ټولنیزو رسنیو کې د ښځو د تعلیم په اړه کمپاین پیل کړی.

دغه کمپاین چې تېره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې پیل شوی، یو شمېر مېرمنې د لنډو وېډیوګانو په جوړولو سره له نړېوالې ټولنې غواړي ترڅو په طالبانو د نجونو د ښوونځيو د بېرته پرانیستلو په برخه کې فشار راوړي.

سمیرا خموش یو له هغه مېرمنو ده چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستې په کمپاین کې یې برخه اخیستې.

اغلې سمیرا وايي، په طالبانو د نړیوالو له‌خوا د فشارونو په خاطر یې په دې کمپاین کې برخه اخیستې ده.

سمیرا خموش زیاتوي: "هېڅ یوه ډله د نجونو د تعلیم مخه نه‌شي نیولای، نجونې حق لري چې تعلیم وکړي او خپلې لوړې زده‌کړې سر ته ورسوي، دغه ډله باید نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړي تر څو د راتلونکي لپاره ښې مورګانې واوسي."

یاد کمپاین په بهرنیو هېوادونو کې د افغان مېرمنو ترمنځ زیات پراخ شوی.

په پاکستان کې مېشت افغان مېرمنه شهناز جسور وايي، طالبان له دې کار سره غواړي له نړۍ باج واخلي او دغه چاره د نجونو له راتلونکې سره سیاسي لوبه ده.

اغلې جسور له نړیوالې ټولنې او خلکو غواړي چې د بې‌عدالتۍ په وړاندې غلي پاتې نه‌شي.

شهناز جسور وايي: "زموږ هدف له دې کاره دا ده چې د نړۍ او خلکو پام دې برخې ته راوګرځوو، په طالبانو باید فشار راوړل شي ترڅو د ښوونځیو دروازې خلاصې کړي، زموږ یو نسل بې‌تعلیمه پاتې کېږي او دا زموږ راتلونکي لپاره یوه ستره ضربه ده، راځئ خپل غږ د دې ظلم په اړه پورته کړو، د دې لپاره چې زموږ یو نسل بې‌سواده پاتې کېږي."

له بلې خوا بیا د طالبانو د پوهنې وزارت وايي چې د مشرتابه له‌خوا د امر وروسته به د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي.

د دې وزارت ویاند عزیز احمد ریان په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د شپږم نه تر ۱۲م ټولګي پورې د ښوونځیو د بیا پرانیستې لپاره د ځپلې رهبرۍ پرېکړې ته په تمه یو، هر کله چې هغوی امر وکړي د نجونو ښوونځي به پرانیستل شي."

طالبانو د روانې لمریزې میاشتې په دوهمه د نجونو په وړانډې د ټولو ښوونځیو د پرانیستلې خبره وکړه، خو په سبا یې د تعلیمي کال له پیل سره له شپږم ټولګي پورته ښځینه زده‌کوونکو ته ښوونځي ته د ننوتلو اجازه ورنه‌کړه.

د طالبانو دغه کار په نړیواله کچه سخت غبرګونونو راوپارول.
XS
SM
MD
LG