د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

طالبان: ايران بيا حقابه غواړي او په دې اړه ناسته لرو


یو شمېر حقوق پوهان وایي طالبان تر اوسه د نړیوالې ټولنې له‌خوا په رسمیت نه‌دي پېژندل شوي، نو ځکه دغه ناسته حقوقي مشروعیت نه‌لري.
یو شمېر حقوق پوهان وایي طالبان تر اوسه د نړیوالې ټولنې له‌خوا په رسمیت نه‌دي پېژندل شوي، نو ځکه دغه ناسته حقوقي مشروعیت نه‌لري.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وایي ایران یو وار بیا حقابه غواړي.

د دې وزارت د چارواکو په وینا، که څه هم له وړاندې د دواړو هېوادونو د حقابې هوکړه موجوده ده، خو بیا هم ټاکل شوې چې په راتلونکو اوونیو کې په دې تړاو له ایراني چارواکو سره ناسته وشي.

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند اختر محمد په یوه پیغام کې ازادي راډیو ته لیکلي چې د ایران حقابه په ۱۳۵۱ کال کې په یوه هوکړه‌لیک ځانګړې شوې او معلومه شوې ده، خو ایران بیا هم حقابه غواړي.

هغه لیکلي: "له ایران سره موږ ناستې لرو، په کال کې دوه وارې اوس هم کېدای شي په دوه یا درې اوونیو کې ورسره ناسته وکړو او هلته سټېشنونه لرو هغه د اوبو اندازه معلوموي هغومره ابه ورکوو څومره‌یې چي تړون شوی دی."

تازه د سې شنبې په ورځ ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د هغه هېواد چارواکو ویلي، افغانستان او ایران به ډېر ژر د مرزي حقابو په تړاو هوکړه وکړي.

د افغانستان هرات ولایت کې د ایران سره پر پوله سلما بند
د افغانستان هرات ولایت کې د ایران سره پر پوله سلما بند

ایرانۍ ورځپاڼې "پیام ما" د ایران د نړیوالو چارو او د اوبو او برېښنا د ډيپلوماسۍ د همغږۍ د مرکز د سرپرستې ایلنا محمد علی فرحناکیان له قوله لیکلي چې افغانستان سره د ګډو اوبو په برخه کې لومړی ګام د دواړو هېوادونو د اوبو د کمېشنرانو ټاکل دي چې ټاکل شوې ډېر ژر د ایران په زابل او یا د نیمروز په زرنج ښار کې رامنځته شي.

خو یو شمېر حقوق پوهان وایي طالبان تر اوسه د نړیوالې ټولنې له‌خوا په رسمیت نه‌دي پېژندل شوي، نو ځکه دغه ناسته حقوقي مشروعیت نه‌لري.

د افغانستان د مدافع وکیلانو د ټولنې مرستیالې نجلا راحل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "زما له نظره دغه ناسته چې ټاکل شوې د ایران او طالبانو ترمنځ ترسره شي حقوقي مشروعیت نه‌لري. ځکه تر اوسه د طالبانو حکومت قانوني مشروعیت نه‌لري او له بل پلوه ایران چې د افغانستان ګاونډی هم دی. یو هېواد هغه مهال کولای شي خپلواک وي کله چې لږ تر لږه د ګاونډیو هېوادونو او یا د یو بل هېواد له‌خوا په رسمیت وپېژندل شي. په داسې حال کې چې دوی تر اوسه په رسمیت نه‌دي پیژندل شوي، زما په اند په دې تړاو هره ناسته د قانون خلاف ده."

هڅه مو وکړه د ۱۳۵۱ هوکړې په متن کې د ذکر شوې حقابې جزئیات ترلاسه کړو، خو د اوبو او انرژۍ وزارت په دې تړاو جزئیات رانه‌کړل.

په تېرو ۲۰ کلونو کې افغانستان کې حکومتونو د اوبو د مدیریت لپاره د بندونو په جوړولو کار کړی، خو د ویجاړولو هڅه‌یې هم شوې.

بند کمال خان
بند کمال خان

په هرات او نیمروز کې په سلما او کمال خان بندونو چې ایران سره پوله لري، په وار وار بریدونه شوي او تخریب شوي دي.

دغه دواړه بندونه د ګوښه شوي جمهور رئيس محمد اشرف غنی د حکومت پر مهال ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي چې له هغه وروسته د ایران سیستان او بلوچستان ترڅنګ ځینې نورې سیمې يې هم د وچکالۍ له ستونزې سره مخ شوې.

د افغانستان د مخکېني نظام د کورنیو چارو وزارت تېر کال وویل چې په تېرو دوه کلونو کې په کمال خان بند ۳۵ ترورېستي بریدونه شوي دي.

په ډېرو مواردو کې د بندونو د ویجاړولو په تړاو د تور او نیوکې ګوته په ایران وه، ځکه هغه هېواد افغانستان کې د اوبو بندونو له جوړېدو ناراضه و.

خو ایران تل دغه تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG