د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

"د پروژو ساتنه د ټولو مسوولیت دی، مخالفین دې د خلکو قضاوت سره ځان نه مخ کوي"


هرات کې د سلما بند
هرات کې د سلما بند

د ملي پروژو او عامو تاسیساتو د ساتنې لپاره د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم د ملي اداره وايي، د هېواد یې ځینې مهمې او لوېې پروژې لکه د سلما، کجکي، غلام خان او شاه او عروس بندونه او داسې نور ګټې اخېستنې ته چمتو کړي او د عامه تاسیساتو په توګه باید وساتل شي .

د دغې ادارې د مالي او فني چارو رییس احمد رشاد حکیم د چهارشنبې (د زمري ۲۰مه) په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، پر حکومت سربېره، وسله وال مخالفین او عام خلک مسوولیت لري چې عامه تاسیسات وساتي.

حکیم زیاته کړه: "زموږ غوښتنه دا ده چې د عامه تاسیساتو ساتنه د ټولو مسوولیت دی که هغه د دولت مخالفین وي او که عام خلک، باید په ساتنه کې یې برخه واخلي او په راتلونکي کې دې په منفي رول سره ځانونه د خلکو له قضاوت سره نه مخامخ کوي. عامه تاسیسات سیاسي نه بلکې خدماتي برخې دي."

د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي اداره وايي، همدا اوس د اوبو د مدیریت لپاره هڅې کوي چې پانګې ورته جذب کړي.

په کابل کې د شاه او عروس بند
په کابل کې د شاه او عروس بند

د یادې ادارې په خبره هڅې روانې څو د هېواد اوبه مدیریت او په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو رسولو بندونه او کانالونه جوړ شي.

د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې مرستیال احمدویس بصیري وویل، دم ګړۍ د کمال خان، پاشدان، کجکي، دهنه دره، شاه او عروس، مچلغو، پالتوني، توري اوشفلو د بندونو او د بخش اباد د بند د تونلونو کارونه په بېلابېلو پړاوونو کې دي.

ده دا هم وویل، د شال، ساګي، ګمبیري، دویم سروبي، باغدره، قلعه میامي او د بدخشان د زنجیره یي بندونو د جوړولو لپاره د پانګو د جلبولو کارونه روان دي.

بصیري زیاته کړه: "د بدخشان د جرم د زنجیره بندونو د جوړولو لپاره له تاجکستان سره په همغږۍ د مذاکراتو لړۍ روانه ده. د اوبو د منابع د مدیریت لپاره د ادارې ډېر تمرکز پر دې دی چې ستراتیژیکې سرماېې لکه د خصوصي سکتور او نړیوالو مرستندویانو پانګې جذب شي."

په نیمروز کې د کمال خان بند
په نیمروز کې د کمال خان بند

ده دا خبره رد کړه چې پر نیمرزو د طالبانو تر ولکې وروسته، د کمال خان د بند اوبه ایران ته روانې دي.

دا په داسې حال کې ده په تازه شپو ورځو کې په کابل ولایت کې د شاه وعروس بند د جګړو له امله زیان لیدلی او په هرات ولایت کې سلما بند ته نږدې چاودنې شوي دي.

افغان حکومت په دې برخه کې طالبان مسوول ګڼلي، خو طالبان وايي عامه تاسیساتو او ملي پروژو ته یې زیان نه دی رسولی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د شاه وعروس د بند د زیانمنیدو پړه پر افغان حکومت اچوي.

مخکې له دې د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني ویلي، طالبانو تېر کال د یو میلیارد ډالرو په ارزښت ملي تاسیساتو ته زیان رسولی، خو طالبان دا ادعا ردوي.

XS
SM
MD
LG