د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

د اوبو پر بندونو حملې؛ چارواکي: طالبانو د شاه‌عروس بند دېوال زیانمن کړی


د شاه او عروس د اوبو بند
د شاه او عروس د اوبو بند

په افغانستان کې د تاوتریخوالي له زیاتوالی سره هم‌مهال په عامه تاسیساتو، د اوبو او برښنا په بندونو او سترو ملي پروژو هم حملې شوې چې مالي زیانونه هم له ځان سره لري.

تازه د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم اداره وايي، طالبانو د سلما او شاه عروس د اوبو بندونو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي.

د دغې ادارې ویاند نظام الدین خپلواک د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د شاه عروس بند په دېوال مرمۍ لګېدلې چې د بند دېوال ته یې زیان اړولی: "وسله والو طالبانو په سلما او شاه عروس بندونو بریدونه کړي چې په نتیجه کې د شاه عروس بند دېوال ته زیان رسېدلی، طالبانو په دې وروستیو څو ورځو کې پر لویو بندونو او نورو لویو پروژو بریدونه کړي چې له امله یې په ځینو ځایونو کې د رغونې چارې له خنډ او ځنډ سره مخ شوي."

چارواکي وايي، طالبانو د سلما او شاه عروس د اوبو بندونو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي.
چارواکي وايي، طالبانو د سلما او شاه عروس د اوبو بندونو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي.

نوموړی له طالبانو غوښتنه کوي چې په جګړو کې باید ملي شتمنیو او عامه تاسیساتو ته زیان وانه‌ړوي، لوی بندونه د ولس ګډ مال دی، نو باید ولس په ګډه د دغو لویو پروژو ساتنه وکړو او امنیت کې برخه واخلي.

شاه عروس بند د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې پروت دی چې تازه یې د رغونې چارې بشپړې شوي او دم ګړۍ په کې اوبه ذخیره کېږي.

شاه عروس بند د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې پروت دی
شاه عروس بند د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې پروت دی

سلما په هرات کې پروت د اوبو او برښنا ستر بند چې د هند په مرسته یې څو کاله وړاندې چارې بشپړې شوې خو کله ناکله د وسله والو له لوري پرې بریدونه کېږي.

دا بریدونه داسې مهال کېږي چې تېره ورځ د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې درې مهم پُلچکونه چې درې ولسوالۍ له مرکز جلال اباد سره نښلوي، د سیمه ییزو چارواکو په وینا د طالبانو له لوري په بمونو الوزول شوي دي.

د ننګرهار دوو تنو اوسېدونکو سمسور او جان اغا په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "تېره ورځ په سره رود ولسوالۍ کې طالبانو پُلچکونه په بمونو والوزول، خلک یې له ستونزو سره مخ کړ، په ساعتونو ساعتونه لاره بنده وه، ناروغان او ان د مړيو موټر په سره ګرمۍ کې ولاړ و.

-له وسله والو طالبانو زموږ غوښتنه دا ده چې د عامه تاسیساتو او د ملکي وګړو ژوند ته زیات پام وکړي، دا نه یوازې زما بلکې د ټول ولس غوښتنه ده."

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په بندونو په ځانګړي توګه په شاه عروس بند هر ډول حمله رد کړه او دا کار یې د افغان دولت وباله.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړه چې ممکن په جګړه کې ځیني پلچکونو ته هغه هم داسې مهال چې ورنه ټانک تېریږي زیان اوښتی وي، خو وايي چې طالبان دا کار په قصدي توګه نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې افغان ولسمشر ویلي و چې د طالبانو په بریدونو کې د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت عامه تاسیساتو ته زیانونه اوښتي دي.

XS
SM
MD
LG