د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

کابل کې د ښځو لاریون؛ ځینې لاریونوالې: د طالبانو ډزو کې یو شمېر ښځې ټپيانې شوي


ارشیف، کابل کې د یوه لاریون پر مهال د طالبانو له لوري د لاریون کوونکو ګواښل
ارشیف، کابل کې د یوه لاریون پر مهال د طالبانو له لوري د لاریون کوونکو ګواښل

په کابل کې یو شمېر ښځو نن د هغه څه په غبرګون کې چې دوی یې توپیري چلند او ټولنیزه بې‌عدالتي بولي لاریون وکړ.

دوی د کار، ډودۍ، ازادۍ او د قانوني حکومت د جوړېدو غوښتنه کوله، خو وايي د همدې غوښتنې له امله د طالبانو له تاوتریخوالي سره مخ شوې.

له دوی یوې لاریون کوونکې تمنا صدیقي ازادي راډیو ته وویل، طالبانو پر دوی ډزې وکړې او یو شمېر لاریون کوونکې یې ټپیانې کړې.

دا زیاتوي: "تمه وه د کابل په دوو سیمو کې لاریون وکړو، خو بدبختانه د طالبانو له تاوتریخوالي سره مخ شوو. هغه کسان چې غوښتل یې دې لاریونونو کې ونډه واخلي او یا یې ګډون کړی و، یو شمېر ته‌یې اجازه ورنه‌کړل شوه چې اصلي ګروپ سره یوځای شي او هغوی چې اصلي ګروپ کې وو پرې ډزې وشوې چې بدبختانه یو شمېر ټپیانې شوې هم دي."

د لاریون کوونکو شمېر نه‌دی مشخص شوی.

ارشیف، کابل کې د زده‌کړو او کار حق د ترلاسه کولو لپاره د یو شمېر ښځو اعتراضیه لاریون
ارشیف، کابل کې د زده‌کړو او کار حق د ترلاسه کولو لپاره د یو شمېر ښځو اعتراضیه لاریون

ظریفه احمدي چې غوښتل یې دې لاریون کې ګډون وکړي ازادي راډیو ته وویل، طالبانو یې د ګډون مخه ونیوله او پر ښځو یې ډزې وکړې.

مېرمن احمدي وايي: "طالبانو د لاریون مخه ونیوله. موږ ته‌یې اجازه رانه‌کړه چې له دې مدني لاریون سره یوځای شو. پر ښځو یې ډزې وکړې او خبریالان‌یې هم بندیان کړل."

خو د راپور تر خپرېدو پورې کومې رسنۍ یا خبریال په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

په ټولنیزو رسنیو کې په کابل کې د ښځو له ننني لاریون یوه خپره شوې وېډیو کې له لاریون کوونکو یوه مېرمن وايي، طالبان د دوی له خالي لاسونو وېره لري، ځکه دوی ځپي.

دا وايي: "موږ یې نن وځپلو، زموږ له خالي لاسونو وېره لري. موږ ازادي غواړو، کار او ډوډۍ غواړو."

د طالبانو له حکومت مو د ښځو د ننني لاریون د غوښتنو او له دوی سره د شوي تاوتریخوالي په اړه پوښتنه وکړه، خو ویاندویانو یې ځواب رانه‌کړ.

دا لومړی ځل نه‌دی چې طالبان په کابل کې د ښځو د یوه لاریون مخه نیسي او له ښځو سره د تاوتریخوالي راپورونه ترې خپرېږي، بلکې له دې وړاندې هم ورته پېښې شوي او ان دغو اعتراضیه غونډو او لاریونونو ته تللي د خبري پوښښ لپاره خبریالان هم وهل شوي ټکول شوي دي.

ارشیف، د زده‌کړو او کار حق د ترلاسه کولو لپاره په کابل کې د یو شمېر ښځو لاریون
ارشیف، د زده‌کړو او کار حق د ترلاسه کولو لپاره په کابل کې د یو شمېر ښځو لاریون

د طالبانو حکومت له پیل راهیسې دا لاریونونه پیل شوي او ښځې په‌کې د خپلو حقونو د خوندیتوب غږ پورته کوي.

پرون یو شمېر نورو ښځو په کابل کې په یوه اعتراضیه غونډه کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې ښځو او نجونو ته دې د کار او زده‌کړو اجازه ورکړي.

دوی چې ځانونه د سیاسي مشارکت په نوم د یوې شبکې غړي پېژندلې، دا ځل په کابل کې په یوه نامعلوم ځای کې په يوه کور کې راټولې شوې وې او ټینګار یې کاوه چې له ټولنې څخه د ښځو څنګ ته کول د ټولو انسانانو د څنګ ته کولو په معنی ده.

دوی په حکومت کې د سیاسي مشارکت غوښتنه کوله.

د دغو ښځو شمېر چې ۲۰ تنو ته رسېده، ټولو په یوه خوله دا شعار ورکاوه چې له ټولنې د ښځو او نجونو حذف ناممکن دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ښځو په اړه یو شمېر نوي اصول هم وضع کړي چې پراخ غبرګونونه‌یې راپورته کړي دي.

له دې اصولو یو له محرم پرته په لیرې واټن سفر کولو بندیز دی چې د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د زنداني کېدو په معنی بللی.

طالبانو قدرت ته له رسېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د ښځو په زده‌کړو او تر خوا یې په کار بندیز لګولی، خو وايي ژر به بېرته اجازه ورکړي، هغه ژمنه چې د څلور میاشتو له تېرېدو وروسته لا هم عملي شوې نه‌ده.

له دې سره په خوا کې طالبان وايي، د ښځو حقونو ته ژمن دي او د دې ژمنتیا د ښودو لپاره د خپل مشر ملا هبت‌الله هغه فرمان ته اشاره کوي چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره‌یې خپور کړی دی.

هغه فرمان چې منځ‌پانګه یې په نکاح او ښځو ته په میراث ورکولو محدوده ده، خو د ښځو د زده‌کړو او کار په اړه په‌کې هېڅ یادونه نه‌ده شوې.

XS
SM
MD
LG