د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

طالبان ټکسي چلوونکو ته: له شرعي محرم پرته مېرمنې مه پورته کوئ، موسیقي مه غږوئ


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د کابل ښار یو ټکسي چلونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وایي، له څه مودې راهیسې یو شمېر طالبان چې وسله هم ورسره وي، له ټکسي چلونکو غوښتي چې خپل موټرو کې موسیقي و نه غږوي او ښځې هم له شرعي محرم پرته چېرته یونه سي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "طالبان موږ ته وایي، ښځې موټر کې مه پورته کوئ، ښځې کله روغې وي او کله ناروغه. موږ به موسیقي بنده کړو خو دې برخه کې ستونزه نه لرو، خو داسې نه کېږي چې ښځې په موټر کې سپرې نه کړو."

یو شمېر نورو موټر چلونکو چې نه یې غوښتل په دې راپور کې یې نوم او یا غږ خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، وسله والو طالبانو دوی وهلي او ډبولي یې هم دي چې ولې يې ښځې له شرعي محرم پرته په موتر کې سپرې کړي دي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت تاییدوي چې له ټکسي او ښاري وړو موټرو یې غوښتي چې له شرعي محرم او حجاب پرته مېرمنې له یوځای بل ځای ته په موټرو کې یونه سي.

دغه وزارت ویاند عاکف مهاجر وايي، طالبانو دغه کار د شرعي اصولو پر بنسټ کړی دی: "زموږ ټولنه اسلامي ټولنه ده، اسلامي ټولنه همدغه غواړي چې ټولنه کې هغه څه وي چې اسلام سره موافق وي، د شریعت کوم حکم چې دی هماغه یې ورته ویلي، موسیقي د اسلام له نظره ناسمه ده او حجاب هم یو شرعي امر دی او قران کې امر شوی، ښځه باید له ۴۵ میله ډېر لېرې له شرعي محرم پرته لاړې نه شي."

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت تاییدوي چې له ښاري موټرو یې غوښتي څو له شرعي محرم څخه پرته مېرمنې موټرو ته پورته نه کړي
د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت تاییدوي چې له ښاري موټرو یې غوښتي څو له شرعي محرم څخه پرته مېرمنې موټرو ته پورته نه کړي

ازادي راډیو د دغه وزارت له ویانده پوښتنه وکړه چې د طالبانو حکومت اسلامي حجاب څه ته وایي؟ او که یوه مېرمنه ناروغه وي او یا کور کې څه ستونزه ولري او اړه شي چې له شرعي محرم پرته له کوره بهر ولاړه شي، څو خپله ستونزه حل کړي نو بیا څنګه وکړي؟

خو ځواب یې ترلاسه نه کړ.

په دې تړاو په ټولنیزو رسنیو کې هم یوه پاڼه لاس په لاس کې کېږي، خو رسمي مهر او لاسلیک نه لري.

په دغه پاڼه کې ټکسي چلوونکو ته ویل شوي چې له محرم پرته ښځې چې د سفر اندازه ۴۵ میله وي په موټرو کې پورته نه کړي.

دغه شان دغه پاڼه کې په موټرو کې پر نشه يي توکو د استفادې بندیز هم لږېدلی او ویل شوي چې د لمانځه پر مهال باید موټرې په یو مناسب خای کې ودرېږي.

د طالبانو د حکومت ویاند بلال کریمي هم وايي، تر اوسه په دې تړاو دوی ته رسمي څه نه دي رسیدلي.

یو شمېر کابل ښاریان د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عنې المنکر وزارت، د دې تازه سپارښتنو په اړه نیوکې لري.

د کابل ښار یو تن اوسیدونکی عبدالسمیر وایي: "باید د ښځو د تګ راتګ لپاره یوه حل لاره پیدا کړي، داسې خو نه کېږي چې ېوه ښځه پرته له شرعي محرم هېڅ موټر کې پورته کیدلای ونه شي، یوه ښځه به ناروغه وي، کورنۍ ستونزه به ولري، یو عاجله ناروغي به پیدا شي، دا مناسبه حل لاره نه ده."

د کابل ښار اوسیدونکې عایشه هم وایي چې د طالبانو له خوا داسې پرېکړه د ښځو د حقونو نقض دی.

نوموړې وایي، طالبان په دا ډول پرېکړو سره هڅه کوي ښځې په ټولنه کې محدودې کړي.

عایشه زیاتوي: "طالبان هڅه کوي د ښځو حقونه ترې واخلي، کار، تحصیل او زده کړو ته مو خو نه پریږدي، دا د ښځو د حقونو او د بشري حقونو نقض دی."

د طالبانو د حکومت ویاند بلال کریمي وايي، تر اوسه په دې تړاو دوی ته رسمي څه نه دي رسیدلي.
د طالبانو د حکومت ویاند بلال کریمي وايي، تر اوسه په دې تړاو دوی ته رسمي څه نه دي رسیدلي.

دا په داسې حال کې ده چې بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو تل په دې ټینګار کړی چې طالبان باید د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ څه د پاسه څلور میاشتې تیریږي او نېږدې ۱۰۰ ورځې کیږي چې نجونې او ښځې زده کړې او کار اجازه نه لري.

که څه هم د طالبانو د حکومت چارواکو په وار-وار ویلي، دوی د نجونو او ښځو د تعلیم او کار په اړه د یوې طرحې په جوړولو کار کوي، خو تر اوسه پورې په دې اړه کومه طرحه له خلکو او رسنیو سره نه ده شریکه شوې.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې ازادي راډیو ته ویلي و چې نېږدې راتلونکې کې به د دیني عالمانو یوه شورا جوړه شي، څو په دې شورا کې به د نورو موضوعاتو ترڅنګ د نجونو او مېرمنو د زده کړو او کار په اړه هم دیني عالمان بحث وکړي.

XS
SM
MD
LG