د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

د ازادو ژورنالېستانو ټولنه او د نورین ټلوېزیون د مشر کورنۍ: عارف نوري ازاد کړئ


عارف نوري
عارف نوري

د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنه او د نورین ټلوېزیون مشر عارف نوري د کورنۍ غړي وایي، عارف نوري طالبانو نیولی دی.

د ښاغلي نوري د کورنۍ غړي وايي، طالبان له کوم اجازه لیک پرته د دوی کور ته ننوتل او عارف نوري یې له ځان سره یووړ.

د ښاغلي نوري زوی رومان نوري ازادي راډیو ته وویل، د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته یوه بجه د طالبانو وسله‌وال کسان راغلل او پلار یې د دوی له کوره چې د کابل په پروان سه سیمه کې دی له ځانه سره یووړ.

دی زیاتوي: "موږ هېڅ خبر نه‌درلود. اصلاً هېڅ هم نه‌و. د حاجي د نیولو لپاره کوم سند موجود نه‌و. یو نظامي حالت پېښ شو او ټول ځایونه کلابند شول. کور ته دننه شول او حاجي يې له ځانه سره یووړ. هغوی ونه‌ویل چې حاجي چېرې وړي او هېڅ احوال ترې نه‌لرو چې حاجي چېرې دی."

رومان نوري زیاتوي چې دغو کسانو د ملي امنیت جامې په تن وې، څو دولتي رنجرې او څو دانې شخصي موټرې ورسره وې او حاجي يې له ځانه سره یووړ.

رومان ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ورسره خبرو کې تأیید کړې ده چې عارف نوري د طالبانو د حکومت له لوري نیول شوی دی.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د عارف نوري د نیول کېدو په اړه څه نه‌دي ویلي.
طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د عارف نوري د نیول کېدو په اړه څه نه‌دي ویلي.

رومان وایي: "له ذبیح‌الله مجاهد سره مو تماس ونیو، هغه تأیید کړه، خو ویې نه‌ویل چې چېري توقیف دی. ویې‌ویل چې موږ یې تعقیبوو او احوال درکوو. رسنۍ یو بې‌پرې بنسټ دی او هېڅ ځای کې د سیاست مربوط نه‌کېږي، په ډېر بې‌احترامانه ډول کور ته داخل شول او ان زموږ د کورنۍ ځینو غړو باندې يې د وسلې په واسطه فشار راووړ چې حاجي راوباسئ."

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد او مرستیال‌یې بلال کریمي بیا په دې اړه ازادي راډیو ته څه نه‌وايي.

خو د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو د ټولنې اجرائيوي مشر حجت‌الله مجددي ازادي راډیو ته وايي، طاالبانو دوی ته ویلي چې د عارف نوري نیول کېدل د هغه له خبریالۍ سره تړاو نه‌لري.

مجددي وایي: "ښاغلی نوري یې یو نامعلوم ځای ته انتقال کړی دی. زیاتې هڅې مو وکړې چې د ښاغلي نوري د بندي کېدو ځای او موقعیت معلوم کړو، خو هڅو مو نتیجه ورنه‌کړه. له ښاغلي مجاهد سره مو چې تماس درلود، هغه راته وویل چې د نوري نیول کېدل د هغه خبریالۍ پورې اړه نه‌لري. په هر صورت ښاغلی نوري د یوې رسنۍ د امتیاز څښتن دی او له مسؤلینو غواړو چې د هغه د نیولو په اړه موږ ته معلومات راکړي."

د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنې په یوه اعلامیه کې بیا له طالبانو غوښتي چې عارف نوري خوشې کړي.

په افغانستان کې د ځينو رسنیو خبریالان او تصویر اخیستونکي د نورین ټلوېزیون د بنسټ ایښودونکي عارف نوري د نیول کېدلو په غبرګون وايي چې د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته، په هېواد کې د رسنیو کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ شوې ده.

له ډلې یې حامد مایار ازادي راډیو ته وویل: "د خبریالانو غوښتنه دا ده، باید روښانه شي چې ښاغلی نوري ولې نیول شوی دی؟ ایا د رسنیز فعالیت له امله نیول شوی دی، یا هم کوم بل دلیل لري. دې موضوع رسنیو ته اندېښنې راپورته کړې دي."

ښاغلی مایار وایي د خبریالانو غوښتنه دا ده چې د ښاغلي عارف د نیول کېدو لامل معلوم شي
ښاغلی مایار وایي د خبریالانو غوښتنه دا ده چې د ښاغلي عارف د نیول کېدو لامل معلوم شي

یو بل خبریال فضل‌الرحمان ارمان بیا وایي د طالبانو له راتګ سره معلوماتي خلا رامنځته شوې ده.

ارمان وایي: "خبریالان د دې ترڅنګ چې نیول کېږي، معلومات هم نه ورسره شریک کېږي. موږ ساعتونه ساعتونه د وزارتونو د دروازې تر شا درېږو تر څو چې معلومات ترلاسه کړو، خو اجازه نه‌راکوي چې داخل شو او نه هم معلومات راکوي. په ډېرو مواردو کې چې کله تصویر اخلو، اجازه نه‌راکول کېږي او ګواښل کېږو."

د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنې د معلوماتو پر بڼسټ په تېرو ۱۰ ورځو کې ۴ خبریالان د طالبانو له‌خوا نیول شوي یا هم وهل شوي دي.

دا ټولنه وايي، د دغو خبریالانو د کورنیو د ادعاوو پر بنسټ چې له دوی سره‌یې ثبت کړي د پژواک خبري اژانس خبریال خلیل فطري، محلي خبریال ساحل منګل او د نورین ټلوېزیون امتیاز څښتن عارف نوري هغه کسان دي چې د طالبانو له‌خوا نیول شوي دي.

خو د شمال اوونیزې خبریال فرامرز امیري په اړه داسې ادعا ګانې موجودې دي چې هغه هم د طالبانو له‌خوا نیول شوی او وهل شوی دی.

د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنه وايي، له دې ډلې د خلیل فطري او ساحل منګل د وضعیت په تړاو زیات معلومات نه‌شته.

XS
SM
MD
LG