د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنه: ۹۵ سلنه افغان ښځینه خبریالانې بې‌کاره شوي


ارشیف، دوه افغان خبریالانې د یوې خپرونې د چلولو پر مهال
ارشیف، دوه افغان خبریالانې د یوې خپرونې د چلولو پر مهال

د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې د افغان خبریالانو وضعیت د اندېښنې وړ وباله.

دغې ټولنې د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لیندۍ ۱۰» په خپله لومړنۍ ملي ناسته کې د یو راپور په خپرولو سره وویل چې په هېواد کې د وروستیو بدلونونو او د طالبانو له واکمنېدو وروسته ښځینه خبریالانو ته جدي زیانونه واوښتل او په دې موده کې ۹۵ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

د دغې ټولنې اجرائیوي مشر حجت‌الله مجددی په دې ناسته کې وویل: "نن د خبریالانو ملي ناسته د ۳۴ ولایتونو نه د خبریالانو د استازو په ګډون جوړه شوه او دوی خپلې ستونزې مطرح کړې او له اسلامي امارته‌یې وغوښتل چې د ستونزو په حل کې ورسره همکاري وکړي او د ازادې خبریالۍ زمینه دې ورته برابره کړي."

د دغه بنسټ د راپور له مخې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان ډېرو ازادو رسنیو خپل فعالیت ودراوه چې له امله‌یې په ټوله کې له ۷۰ سلنه زیات خبریالان بې‌دندو شول.

ارشیف، یو شمېر افغان خبریالان د یوه خبري کنفرانس د پوښښ پر مهال
ارشیف، یو شمېر افغان خبریالان د یوه خبري کنفرانس د پوښښ پر مهال

ښاغلی مجددي وایي له همدې امله د خبریالانو نړیوال فدراسیون له افغان خبریالانو سره ۱۰ زره یورو مرسته کړې چې په اړمنو خبریالانو به ووېشل شي.

د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنې د دغې غونډې په پای کې د یو پرېکړه‌لیک په ترڅ کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د اوسنيو حساسیتونو په درک کولو سره دې د خبریالانو له مشورو پرته دوی ته داسې کړنلارې نه‌جوړوي چې د خبریالۍ او رسنیو د فعالیتونو د بندېدو لامل شي.

په دې پرېکړه‌لیک کې راغلي چې د طالبانو حکومت باید ژر تر ژره اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي او د خپلو ویاندویانو او نورو ادارو رسنیز دفترونه دې فعاله کړي.

خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د دغو غوښتنو په ځواب کې ازادي راډیو ته وویل: "اسلامي امارت د اسلام په چوکاټ کې د رسنیو او بیان ازادۍ ملاتړ کوي، د ټولو رسنیو نشرات روان دي، تر اوسه په هېڅ رسنۍ محدودیت نه‌دی لګېدلی او له رسنۍ څوک نه‌دي ویستل شوي، بلکې برعکس ملاتړ یې کېږي."

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي
د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي

ښاغلی کریمي وایي یو شمېر هغه خبریالان چې بې‌کاره شوي دي لامل‌یې د رسنیو د مالي ملاتړو او سرچینو له لاسه ورکول دي.

له دې مخکې د طالبانو د حکومت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت رسنیو ته په یوې استولې خبرپاڼه کې د هغوی پر خپرونو ځیني محدودیتونه لګولي چې غبرګونونه‌یې هم راوپارول.

خو وروسته د طالیانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د امر باالمعروف وړاندیزونه یوازې د سپارښتنو تر حده دي او عملي کول‌یې جبري نه‌دي.

XS
SM
MD
LG