د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

ګواښونو سره مخ د افغان خبریالانو سل کسیزه ډله: اروپا او کاناډا دې ور وغواړي


افغان خبریالان
افغان خبریالان

د افغان خبریالانو یوې ډلې د جرمني، فرانسې او کاناډا مشرانو ته د یو سرخلاصي لیک په استول غوښتنه کړې چې دوی دې ورسره مخ، له شدیدو امنیتي ګواښونو وژغوري او له افغانستانه دې خپل هېوادونو ته انتقال کړي.

د دې لیک په یوه برخه کې راغلي چې دوی د اروپایي ټولنې د ژورنالېستانو ملي ټولنې 'SNJ' او د ژورنالیستانو نړیوال فدراسیون 'IFJ' ادارو له خوا تایید شوي لیکونه هم لري چې له امنیتي ګواښونو سره مخ او اړتیا ده چې باید ژر تر ژره له افغانستانه 'امن' هېوادونو ته انتقال شي.

دغه لیک چې د خبریالانو دغې ډلې ازادي راډیو ته هم استولی په کې دا هم لیکل شوي چې د هرې ورځې په تېرېدو د افغان خبریالانو وهل ډبول، سپکاوی او ان ځینو نامعلومو سیمو ته بیول زیات شوي دي.

د دغې سل کسیزې خبریالانو له ډلې څو تنو د خپلو اندېښنو په اړه ازادي راډیو ته وویل، چې دا مهال د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د خپلو کړو دندو له امله د ژوند له سختو حالاتو سره مخ دي.

خبریاله نظیفه احمدي یې په اړه وايي:"موږ له سلو زیات افغان خبریالان چې د اروپایي ټولنې د خبریالانو د عمومي استازولۍ له دفتره لیک لرو او هغه تاییدوي چې موږ له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ یو، خو نن له افغانستانه د خبریالانو په نوم نور خلک وځي او له بده مرغه موږ له تېرو څلورو میاشتو هڅو لا هم افغانستان کې پاتې یو او هېڅ څوک موږ ته پام نه کوي."

ارشیف، کابل کې افغان خبریال
ارشیف، کابل کې افغان خبریال

خبریال علي سجاد مولایي هم ورته نظر لري: "دا مهال زموږ پر وړاندې امنیتي ستونزې ډېرې شدیدې دي، موږ په دوامداره توګه خپل د اوسېدو ځایونه بدلوو چې چا ته په لاس ورنه شو، بل خوا هغو خبریالانو چې مخکې رسنیو سره کار کاوه اوس یې اکثره بې کاره دي، اقتصادي وضعیت هم ډېر بد دی نو له همدې امله موږ ټول د تخلیې او بشري مرستو غوښتونکي یو."

دا خبریالان داسې مهال له نړیوالو له افغانستانه د دوی پر ایستلو ټینګار او غوښتنه کوي چې دې وروستیو کې د طالبانو له لوري د څو خبریالانو د وهلو ډبولو، بندي کولو او نا معلومو سیمو ته یې د وړلو د ادعاګانو په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي دي _هغه څه چې طالبانو تل رد کړي دي.

درې ورځې مخکې د کابل ټایمز خبري اژانس یو خبریال سید راشد کاشفي هم سخت وهل شوی، نوموړي ادعا کړې چې د طالب وسله والو له لوري د خبریالۍ د کار پرمهال ډبول شوی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د دې پېښې په اړه څېړنې کوي.

خو په ټوله کې د دغه پرانیستي لیک او د خبریالانو د اندېښنو په اړه ازادي راډیو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او مرستیالان یې بلال کریمي او احمدالله وثیق هم وپوښت چې د راپور تر خپرېدو پورې یې ځواب ورنه کړ.

بل خوا د افغانستان د ازادو ژونالیستانو ټولنه هم تاییدوي چې دا مهال اکثره خبریالان له شدیدو امنیتي ګواښونو او بېلابېلو نورو ستونزه سره مخ دي چې باید نړیوال ورته پام وکړي.

خو د دغې ټولنې ویاند مسرور لطفي ازادي راډیو ته وویل چې د خبریالانو د خوندیتوب او بیان ازادۍ ستونزه باید په بنسټیزه توګه حل شي، څو په خبره یې خلک د بیان د ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي له حقونو بې برخې نه شي.

لطفي زیاته کړه: "له نړیوالو ادارو مو غوښتنه دا ده، د دې تر څنګ چې له ګواښونو سره مخ خبریالان له افغانستانه تخلیه کوي، هیله ده په افغانستان کې د رسنیو د فعالیتونو او خبریالانو د بیا پیاوړي کولو لپاره چې د خلکو ورته شدیده اړتیا ده، جدي پام دې وکړي."

د روان میلادي کال د اګسټ میاشتې له پنځلسمې نېټې وروسته له کله چې طالبان پر ټول افغانستان واکمن شول، له دغه هېواد د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د افغانانو د تخلیې پر مهال په سلګونه خبریالان هم بېلابېلو هېوادونو ته انتقال شول.

وړاندې د خبریالانو د ملي او نړیوالو بنسټونو له لوري د طالبانو تر واکمنېدو وروسته څو ځلي د افغان خبریالانو او رسنیو پر کار، بیان ازادۍ او اطلاعاتو د لاسرسي برخه کې د طالبانو له لوري د بندیزونو پر لګولو اندېښنې مطرح شوي دي_خو طالبانو په تېره کې تل ویلي چې دوی به د اسلامي چوکاټ په رڼا کې رسنیو کې د خبریالانو د کار لپاره منظم مېکانېزم برابر کړي.

د یکشنبې په ور ځ خبریالانو د دفاع کمېټې او خپلواکو خبریالانو ټولنې ازادي راډیو ته وویل، شااوخوا ۲ زره ښځینه خبریالانو په تېرو څلورو میاشتو کې خپلې دندې له لاسه ورکړي او د هېواد پرېښودو ته اړې شوي دي.

تردې مخکې د خبریالانو ملي اتحادیې ویلي و چې افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې څه باندې ۷۰ سلنه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG