د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

د خبریالانو نړیوال فدراسیون: د طالبانو د حاکمیت له پیل راهیسې ۷ خبریالان وژل شوي


ارشیف، یو افغان خبریال د یوې پېښې د پوښښ پر مهال
ارشیف، یو افغان خبریال د یوې پېښې د پوښښ پر مهال

د خبریالانو نړیوال فدراسیون (IFJ) اعلان کړی چې پر افغانستان د طالبانو له حاکمیت د پیل راهیسې په دغه هېواد کې اووه خبریالان وژل شوي دي.

دغه فدراسیون د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لړم ۲۵» د يوې اعلاميې په خپرولو سره د اریانا نیوز د پخواني خبریال حمید سیغاني وژل کېدل غندلي او ویلي یې دي چې د روان ۲۰۲۱ میلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې ۱۴ خبریالان وژل شوي دي.

په دغه اعلامیه کې د خبریالانو د نړیوال فدراسیون د رئیس انتوني بلانګر په حواله ویل شوي چې د طالبانو تر ادارې لاندې د ټولو خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی.

هغه په دغه اعلامیه کې د سیغاني له کورنۍ سره خواخوږي ښودلې او د هغه وژل کېدل‌یې د رسنیو ازادۍ ته یو ستر ګزار بللی دی.

وړاندې له دې داسې راپورونه خپاره شول چې حمید سيغاني د کابل په دشت برچي سیمه کې په یو ټونس موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ووژل شو، هغه پېښه چې داعش ډلې یې مسؤلیت په غاړه واخیست.

حميد سيغاني
حميد سيغاني

خو اوس د حميد سيغاني مېرمن او د اريانا ټلوېزيون خبریاله فوزیه وحدت ازادي راډیو ته وایي چې مېړه‌یې په چاودنه کې نه، بلکې له چاودنې دوه ساعته مخکې د ناپېژانده وسله‌والو په برید کې وژل شوی دی.

دا زياتوي: "زما مېړه په چاودنه کې نه‌و وژل شوی، بلکې زما مېړه‌یې په خیرخانه کې وژلی و. د امنیتي وضعیت له امله او د دې لپاره چې د نورو امنیت ته خطر پېښ نه‌شي، مجبوره شو چې ووایو چې هغه په چاودنه کې وژل شوی."

ازادي راډیو په همغه ورځ هم هڅه کړې وه چې له اغلې وحدت سره خبرې وکړي، خو هغه خبرو ته نه‌وه حاضره شوې.

په هغه چاودنه کې چې د لړم میاشتې په ۲۲مه نېټه په دشت برچي سیمه کې په یو ټونس موټر کې رامنځته شوه، د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد په وینا په‌کې یو ملکي وګړی ووژل شو او څلور تنه نور ټپیان شول. کوم کس چې په دې پېښه کې ووژل شو، د برېښنايي تذکرو کارکوونکی حبیب‌الله یوسفي وو.

د طالبانو حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد

د خبریالانو نړیوال فدراسیون رئیس انتوني بلانګر له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د خبریالانو په وړاندې د شویو جرمونو د معافیت په وړاندې باید جدي اقدام او د افغان خبریالانو د ژوند د خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه پورته شي.

په همدې حال کې د حمید سیغاني مېرمن اغلې فوزیه وحدت له نړیوالې ټولنې غواړي چې له خبریالانو د ملاتړ او د بیان ازادۍ د خوندیتوب لپاره دې جدي هڅې وکړي.

دا وايي: "موږ خبریالانو کلونه کلونه، هم د جمهوریت او هم د طالبانو په وخت کې قرباني ورکړه. خبریالان بې‌پرې قشر دی، زموږ غوښتنه تل دا ده چې تېرې ۲۰ کلنې لاسته راوړنې وساتل شي، ولې باید دلته د بیان د ازادۍ مفهوم له‌منځه ولاړ شي."

د خبریالانو د نړیوال فدراسیون په اعلامیه کې دغه‌شان راغلي چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې په دغه هېواد کې ۷ خبریالان وژل شوي او ځیني ګواښل شوي او وهل شوي دي.

ازادي راډیو د دغو ۷ وژل شویو خبریالانو د هویت معلومولو لپاره په افغانستان کې د خبریالانو له ټولو ملاتړو ادارو سره اړیکه ونیوله، خو دغو ادارو د طالبانو حکومت راوروسته د وژل شویو خبریالانو کره شمېره په لاس کې نه‌درلوده.

کابل کې د يوې خصوصي رسنۍ يوه برخه
کابل کې د يوې خصوصي رسنۍ يوه برخه

د خبریالانو نړیوال فدراسیون هم د دغه راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه د ازادي راډیو برېښنالیک ته ځواب نه‌دی ورکړی، خو ازادي راډیو په دې وتوانېده چې د خپلو ورځنیو راپورونو په راسپړلو سره، دا پيدا کړي چې د طالبانو له واکمنۍ له پیل راهیسې لږ تر لږه پنځه خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د رها خبري اژانس خبریال علي رضا احمد چې پر کابل هوايي ډګر د اګسټ میاشتې په ۲۶مه په حمله کې ووژل شو.

خبریال او د ملي مقاومت جبهې ویاند فهیم دشتي په یوه هوايي حمله کې په پنجشېر کې ووژل شو.

ننګرهار کې خبریال سید معروف سادات د نامعلومو وسله‌والو له لوري ترور شو.

د مشرانو جرګې ټلوېزیون خبریال هارون نیرومند د اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې ده.

په وروستۍ پېښه کې حمید سیغاني په مرموز ډول وژل شوی دی.

افغان خبریال سید معروف سادات
افغان خبریال سید معروف سادات

په ورته وخت کې د ژورنالېستانو ملي ټولنه په افغانستان کې د خبریالانو د وضعیت په باب اندېښنه ښیي.

د ژورنالېستانو د ملي ټولنې مسؤل مسرور لطفي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "ژورنالېستان، د خبریالانو ټولنې، اطلاعاتو ته لاسرسی او دا شان ټول ارزښتونه له ډېرو بدو ورځو سره مخ دي. اقتصادي ستونزې واقعاً سړی ځوروي او نن سبا خبریالان له دغه شان ستونزو سره مخ دي. نارینه او ښځینه خبریالانو نن سختو کارونو ته مخه کړې او په لارو کوڅو کې شیان پلوري. د دا شان کسانو شمېر د هرې ورځې په تېرېدو سره ډېرېږي او دا د اندېښنې وړ دی."

د افغانستان د ژورنالېستانو د ملي ټولنې د وروستیو شمېرو له مخې، پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت له پیل راهیسې په دغه هېواد کې ۷۰ سلنه ازادې رسنۍ تړل شوي.

دغه‌شان د دغه ټولنې د معلوماتو پر بنسټ د طالبانو د حاکمیت په لومړیو دوو میاشتو کې له دغې ټولنې سره د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي څه باندې ۳۰ پېښې ثبت شوي چې څه باندې ۹۰ سلنه‌یې د طالبانو له‌خوا شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG