د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

د افغانستان په اړه خبرې؛ د خلیلزاد ځای‌ناستی ځینو اروپايي او اسیايي هېوادونو ته ځي


د افغانستان لپاره د امریکا نوی ځانګړی استازی او د زلمي خلیلزاد ځای‌ناستی ټام وېسټ
د افغانستان لپاره د امریکا نوی ځانګړی استازی او د زلمي خلیلزاد ځای‌ناستی ټام وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا نوی ځانګړی استازی او د زلمي خلیلزاد ځای‌ناستی ټام وېسټ نن یو شمېر اسیايي او اروپايي هېوادونو ته سفر پیلوي.

دا پر دې مهمه دنده له ټاکل کېدو وروسته، د ښاغلي وېسټ لومړنی سفر دی چې اول تم‌ځای به‌یې بروکسل وي.

ښاغلی وېسټ وايي، د دې سفر پر مهال به د امریکا له متحدانو سره د افغانستان د پرمختګ په لارو چارو خبرې وکړي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، ویاړي چې دا دنده په غاړه اخلي او تر خوا یې د امریکا د حیاتي ګټو پرمختګ او د افغانانو ملاتړ ته هیله‌مند دی.

ښاغلي وېسټ زیاته کړې: "زه به نن اروپا او اسیا ته سفر وکړم چې له متحدانو او شریکانو سره د افغانستان په اړه د پرمختګ پر لارو چارو خبرې وکړم. نړیواله ټولنه باید په ګډه کار وکړي، څو اغېزناک وي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم پر خپله ټویټرپاڼه له توماس/ټام وېسټ سره د لیدنې تصویر خپور کړی او لیکلي یې دي، هغه به افغانستان ته له سفر وړاندې له نړیوالو شریکانو سره د افغانستان د مسایلو په اړه مشوره او خبرې وکړي.

انتوني بلېنکن هم پر خپله ټویټرپاڼه له توماس وېسټ سره د لیدنې تصویر خپور کړی
انتوني بلېنکن هم پر خپله ټویټرپاڼه له توماس وېسټ سره د لیدنې تصویر خپور کړی

د ټام وېسټ یوه مهمه دنده د افغانستان د مسایلو په اړه د سیمې او نړۍ د هېوادونو یوه خوله کول دي، هغه چې زلمي خلیلزاد د دې اجماع له جوړېدو په ځلونو یادونه وکړه، خو پایله‌یې معکوسه وه.

ټام وېسټ تېره میاشت د زلمي خلیلزاد له استعفا وروسته، د هغه ځای‌ناستی وټاکل شو.

له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونو له وتو وروسته، تر ډېره د امریکا او لوېدیځو چارواکو دریځ پر دې څرخي چې په دې هېواد کې یې پلان شوی مأموریت بریالی نه‌و.

زلمي خلیلزاد هم وروستیو کې څو ځله وویل، هغه ډول‌یې چې غوښتل د افغانستان د سولې پروسې بهیر بشپړ نه‌شو.

زلمي خلیلزاد هم وروستیو کې څو ځله وویل، هغه ډول‌یې چې غوښتل د افغانستان د سولې پروسې بهیر بشپړ نه‌شو
زلمي خلیلزاد هم وروستیو کې څو ځله وویل، هغه ډول‌یې چې غوښتل د افغانستان د سولې پروسې بهیر بشپړ نه‌شو

د هغه اشاره د واک داسې لېږد ته ده چې ټول بنسټونه‌یې ونړول او د افغانستان د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنې یې یا له‌منځه یوړې او یا یې هم د نابودۍ تر کچې ورسولې.

دا نهیلي تر دې کچې ده چې د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل خپله نوې مرکه چې دویچه‌وېلې سره‌یې کړې ویلي، هغه څه چې افغانستان کې وشول، په اړه‌یې نهیلې ده.

مېرمن مېرکل چې د واک وروستۍ شپې او ورځې یې دي زیاتوي: "موږ ډېر نا راحته یو، هغه څه چې مو افغانستان کې غوښتل، ورته ونه‌رسېدو. د یوه داسې پر ځان بسیا سیستم جوړول چې نجونې ښوونځیو ته ولاړې شي او ښځې خپلې هیلې پوره کړي."

د جرمني صدراعظمې انګل امېرکل ویلي، هغه څه چې افغانستان کې وشول په اړه‌یې نهیلې ده
د جرمني صدراعظمې انګل امېرکل ویلي، هغه څه چې افغانستان کې وشول په اړه‌یې نهیلې ده

که څه هم د دوحې هوکړه چې زلمي خلیلزاد لاسلیک کړه، واک کې د طالبانو ګډون ته زمینه برابروله، خو پایله‌یې په بشپړ ډول د جمهوري نظام نسکورېدل و، هغه څه چې خپله خلیلزاد وايي، په دې اړه‌یې وړاندوینه نه‌وه کړې.

خو اوس چې د طالبانو له واکمنۍ نږدې ۳ میاشتې تېرېږي، لا هم د طالبانو او امریکا ترمنځ اړیکې نورمال نه‌دي.

پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، طالب او امریکايي پلاویو په دوحه کې یو ځل سره کتلي.

دواړو خواوو دا ناسته مسلکي او مهمه بللې وه، تر دې چې طالب چارواکي هیله‌مند و، امریکا به د افغانستان کنګل شوې پانګه هم ژر ازاده کړي، خو امریکا وویل، طالبان لا هم د دې پیسو د سپارل کېدو جوګه نه‌دي.

د طالبانو حکومت د افغانستان په اړه د امریکا د نوي استازي سره د ښو اړیکو هیله کړې او وايي، له نوي استازي سره به چارې ښه پر مخ ولاړې شي.

طالب چارواکي وايي، د دوحې تړون په بشپړ عملي کولو سره به د دواړو حکومتونو اړيکې عادي شي.
XS
SM
MD
LG