د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

د افغانستان په اړه د امریکا د استخباراتي ادارو ناسمه وړاندوینه


له افغانستانه وروستۍ وتونکی امریکايي سرتیری
له افغانستانه وروستۍ وتونکی امریکايي سرتیری

له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه د متحدو ایالتونو د استخباراتي ادارو په جامع راپورونو کې د طالبانو له لوري د کابل ښار د چټک نیولو اټکل نه و شوی.

وال ستریټ ژورنال وايي، د امریکا د څلورو کلیدي استخباراتي ادارو د نژدې ۲۴ راپورونو مواد یې ترلاسه کړي چې په اکثرو کې وړاندوینه شوې چې طالبان به کابل ونیسي، خو هېڅ یوه دا اټکل نه و کړی چې دا کار به په داسې حال کې چې امریکايي پوځیان لا هلته موجود وو، د اګسټ په نیمايي کې کېږي.

وال ستنریټ ژورنال د مثال په توګه یادونه کوي، صرف یوه میاشت وروسته له دې چې ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو پلان اعلان کړ، سي ای اې یو راپور خپور کړ او اټکل یې وکړ چې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني حکومت به د کال تر پایه سقوط وکړي.

د ورځپاڼې پر اساس، د اشرف غني د حکومت د سقوط په اړه په ټولو وړاندوینو کې ویل شوي و چې د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته به دا پېښه کېږي.

د امریکا بله استخباراتي اداره ډیفینس انټلجنس چې په پنتاګون پورې تړاو لري، تر سي ای اې هم خوشبینه وه.

دې ادارې په جون میاشت کې ویلي و چې طالبان به په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې د کابل د نیولو هڅې پیل کړي.

تردې یوه میاشت وړاندې دې ادارې ویلي و چې افغان امنیتي ځواکونه به کابل په کنټرول کې ولري او طالبان به د نورو سمیو په نیولو تمرکز وکړي.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه او همدا راز فوربېس مجله وايي چې د دغو راپورونو په اړه یې د امریکا له استبخاراتي ادارو څخه د تبصرې غوښتنه وکړه، خو حاضرې نه شوې چې څه ووايي.

دا راپور پر داسې حال کې خپرېږي چې د افغانستان لپاره د امریکا د سولې پخواني استازي زلمي خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ په یوه انلاین بحث کې د افغانستان پخوانی ولسمشر او نورو سیاستوال د کابل د پرځېدو په خاطر ملامت کړل.

د افغانستان لپاره د امریکا د سولې پخوانی استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان لپاره د امریکا د سولې پخوانی استازی زلمی خلیلزاد

د ښاغلي خلیلزاد په وینا، د ولسمشر غني "ستره محاسبي تېروتنه" دا وه چې هغه باور نه درلود چې امریکا دې له داسې یوې سیمې ووځي‌ چې د هغه په وینا د امریکا پوځیانو او استخباراتو ته د چین، روسیې، ایران او پاکستان په شان مهمو ستراتیژیکو هېوادونو ته نژدې ده.

خلیلزاد په دې بحث کې وویل: "ما هڅه وکړه چې نوموړی وهڅوم چې ولسمشر ټرمپ ډیر جدي دی خو ولسمشر غني ویل چې د امریکا استخباراتو او پوځ د دې خلاف نور څه ورته وايي.

د خلیلزاد دا څرګندونې د افغانستان د پخواني لومړي مرستیال ولسمشر امرالله صالح له تُند غبرګون سره مخامخ شوې.

صالح په خپله ټویټرپاڼه کې وکښل چې خلیلزاد هڅه کوي د ماتې پړه پر نورو واچوي او لا هم د افغانانو پر ټپونو ملګه شیندي.

خو د امریکا د وال سټریټ ژورنال پر اساس د امریکا د استخباراتي ادارو نوي ترلاسه شوي معلومات ښيي چې امریکا د طالبانو له لوري د کابل ناببره نیولو ته سمه تیاري نه وه نیولې.

راپور وايي، د کابل له سقوطه وروسته د امریکا جګ پوړو جنرالانو او دفاع وزیر لوېډ اسټن له ولسمشر بایډنه وغوښتل چې له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو پر پرېکړه له سره غور وکړي.

وال ستریټ ژورنال وايي چې بایډن ته خبرداری ورکړل شوی و چې د ټولو ځواکونو د ایستلو په صورت کې د ثبات تضمین نه شته او ځینو سلاکارانو ولسمشر بایډن هڅولی و چې په افغانستان کې پوځي حضور ته دوام ورکړي، خو ولسمشر بایډن دا غوښتنې رد کړې.

XS
SM
MD
LG