د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

خلیلزاد: طالبان خپلمنځي اختلافات لري او همدا لامل دی چې یوه خوله عمل نه‌کوي


د افغانستان سولې لپاره د امریکا مخکېنی ځانګړی استازی او له طالبانو سره د سولې د هوکړې لاسلیکوونکی زلمی خلیلزاد
د افغانستان سولې لپاره د امریکا مخکېنی ځانګړی استازی او له طالبانو سره د سولې د هوکړې لاسلیکوونکی زلمی خلیلزاد

د افغانستان سولې لپاره د امریکا مخکېنی ځانګړی استازی او له طالبانو سره د سولې د هوکړې لاسلیکوونکی زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له روانو کارونو ناخوښی ښکاري.

زلمی خلیلزاد وايي، تر هغه له طالبانو سره اړیکې عادي کېدای نه‌شي، تر کله چې دوی د افغانانو حقونو ته بشپړ درناوی او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره په خپلو ژمنو عمل ونه‌کړي.

خلیلزاد دا خبرداری هم ورکوي چې د اوسني وضعیت دوام د افغانستان اقتصادي سقوط ته زمینه برابرولای او یوه کورنۍ جګړه پیلېدای شي.

ښاغلي خلیلزاد د افغانستان په اړه د مأموریت له پای وروسته له سي‌بي‌اېس‌ ټلوېزیون سره خپله لومړنۍ مرکه کې وویل، طالبان خپل‌منځي اختلاف لري او همدا لامل دی چې یوه خوله عمل نه‌کوي.

زلمی خلیلزاد د طالبانو له‌خوا ښوونځیو ته د نجونو نه‌پرېښودو ته په اشارې وايي، پر دوی باید فشار دوام وکړي او که دا کار ونه‌شي، طالبان به د ټول‌ګډونوالي پر لور حرکت ونه‌کړي.

له سي‌‌بي‌اېس سره مرکه کې له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړه هم تر پوښتنې لاندې راغله، خو زلمی خلیلزاد دا هوکړه د بهرنیو عسکرو د ویستو یوه غوره لاره وبلله.

قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لاسلیک غونډه چې د خلیلزاد او ملا برادر په مشرۍ وشوه
قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لاسلیک غونډه چې د خلیلزاد او ملا برادر په مشرۍ وشوه

ده وویل: "د یوه ډیموکراتیک افغانستان د جوړېدو لپاره، زما په اند دا کار بریالی نه‌شو، خو مبارزه ده. طالبان د افغانستان یو حقیقت دی. موږ هغوی ته ماتې نه‌ده ورکړې. په حقیقت کې دوی د جګړې په ډګر کې پرمختګ کاوه، ان هغه مهال چې موږ له دوی سره د سولې خبرې کولې. له همدې امله موږ خبرې غوره ګڼلې، ځکه نظامي مسایل هغه ډول چې موږ غوښتل پر مخ نه‌تلل، هر کال ډېره جغرافیه زموږ له لاسه وته."

زلمي خلیلزاد دا ومنله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کې مخکېني افغان حکومت هېڅ ونډه نه‌درلوده، خو ده وویل راتلونکي پړاو کې د حکومت د شراکت بحث موجود و.

په دې مرکه کې له سولې وړاندې د طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړه هم وپوښتل شول، خو خلیلزاد وویل دا کار د باور جوړونې لپاره وشو.

هغه باور چې لا نه‌دی جوړ شوی او ښاغلی خلیلزاد یې اوس د نړۍ د فشار په پایله کې د جوړېدو غوښتونکی دی.

خو طالبان بیا له ډیپلوماتیکو لارو د ستونزو په حل ټینګار کوي او وايي چې د فشار ناکامې تجربې پایله نه‌لري او ‌باید تکرار نه‌شي.

د کابل په وزیر اکبر خان کې طالبان
د کابل په وزیر اکبر خان کې طالبان

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، هغه لار چې اړیکې لا ترینګلې کوي، نه د افغانانو او نه هم د نړۍ په ګټه دي.

کریمي وایي: "زموږ هیله دا ده چې له دې وروسته له بشري او ډیپلوماتیکو مسایلو څخه د فشار د الې په توګه کار وانه‌خیستل شي. د مفاهمې او مکالمې لار دې غوره شي. هغه ستونزې او اندېښنې چې شته باید د مفاهمې او له سوله‌ییزې لارې حل شي."

زلمي خلیلزاد د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته په خپل استعفا لیک کې هم یادونه کړې وه، هغه څه‌یې چې وروستیو کې غوښتل، ونه‌شول.

د ده په خپله خبره، غوښتنه‌یې په سوله‌ییز ډول د واک لېږد او په خپل ځای د بنسټونو او تېرو لاسته راوړنو خوندیتوب و.

خلیلزاد ژمنه کړې چې د افغانستان د پېښ شوي وضعیت په اړه به ډېر په راتلونکې کې ووايي، خو د دې ویلو پیل‌یې پر طالبانو د فشار راوستو د غوښتنې له دوام څخه وکړ.

XS
SM
MD
LG