د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

د اقلیمي بدلون د وضعیت د کنټرول په تړاو نن سکاټلند کې کنفرانس جوړېږي 


د اقلیمي بدلون کنفرانس
د اقلیمي بدلون کنفرانس

نن دوشنبه د سکاټلند په ګلاسکو کې د اقلیمي بدلون د وضعیت د کنټرول په تړاو د دوه اوونیو په مخه کنفرانس جوړېږي.

دغه کنفرانس ته به د نړۍ د نورو مشرانو ترڅنګ د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون هم د ځمکې د ګرمایښت په اړه او له امله‌یې انسانانو ته د شته ګواښ په تړاو خبرې وکړي.

جانسون چې د سکاټلند په ګلاسکو کې د دغه دوه اوونیز کنفرانس کوربه هم دی، د نړۍ له هېوادونو به وغواړي چې له خپلو پخوانیو کړیو هوکړو لا زیات نوي اقدامات ترسره کړي، څو د ځمکې د ګرمایښت درجه د سانتي ګراد په کچه ۱،۵ وساتل شي.

جانسون به د نړۍ له هېوادونو وغواړي چې له خپلو پخوانیو کړیو هوکړو لا زیات نوي اقدامات ترسره کړي.
جانسون به د نړۍ له هېوادونو وغواړي چې له خپلو پخوانیو کړیو هوکړو لا زیات نوي اقدامات ترسره کړي.

په دې تړاو په هغه اعلامیه کې چې د بورېس جانسون له دفتر څخه خپره شوې، راغلي چې بشریت له ډېر مودې راهیسې د اقلیمي بدلون له امله په ګواښ کې دی.

ده ویلي: "موږ د اقلیمي بدلون په اړه کمرنګه عمل کړی، اوس باید همدا مهال اړین اقدامات ترسره کړو."

په دغه کنفرانس کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي وضعیت د کنټرول د برخې مشرې پاتریشا اسپینوزا هم ویلي چې د نړۍ د هېوادونو مشران له دوه انتخابو سره مخ دي.

هغې ویلي یا به د ګازاتو په لوړه کچه د انتشار کموالي ته پام کوو او د بشري ټولنې سره به مرسته کوو او یا به ومنو چې بشریت په دغه برخه کې له تیارې سره مخ دی.

اسپینوزا ویلي، موږ باید په دې کنفرانس کې لازم پرمختګ ولرو
اسپینوزا ویلي، موږ باید په دې کنفرانس کې لازم پرمختګ ولرو

اسپینوزا ویلي، موږ باید دلته په ګلاسکو کنفرانس کې چې د اقلیمي بدلون په اړه دی لازم پرمختګ ولرو او دا کنفرانس بریالی کړو.

د شنبې او یکشنبې په ورځو هم د ایټالیا په روم ښار کې د نړۍ د پیاوړو اقتصادي قدرتونو یا جي شل سرمشریزه جوړه شوه، په دغه غونډه کې هم اساسي موضوع پر اقلیمي بدلون بحث کول وو.

د جي شل د سرمشریزې په پای ته رسېدو اوس معلومېږي چې د اقلیمي بدلون د مخنیوي په تړاو د نړۍ د پیاوړو اقتصادي قدرتونو مشران کومې مشخصې پړېکړې ته نه‌دي رسېدلي.

XS
SM
MD
LG