د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

ملګري ملتونه: نړۍ کې باید د ډبرو سکرو، ګازو او د تېلو مصرف نمايي ته راکم شي


ارشیف؛ مسکو کې د ګلخانهِ‌یي ګازونو له امله د هوا ککړتیا
ارشیف؛ مسکو کې د ګلخانهِ‌یي ګازونو له امله د هوا ککړتیا

د ملګرو ملتونو سازمان د ځمکې د تودوخې په اړه یو تحقیقي راپور خپور کړی دی.

د دغه سازمان په ملاتړ شوی تحقیق ښيي چې په راتلونکې لسیزه کې باید د ډبرو سکرو، ګازو او د تېلو د مصرف کچه نمايي ته راکمه شي، څو د ځمکې د تودوخې مخنیوی وشي.

دا څېړنه ښيي که په نړۍ کې د تېلو، ګازو او د ډبرو سکرو د مصرف کچه کمه نه‌شي، تر راتلونکو ۲۰ کلونو به د ځمکې د تودوخې کچه د سانتي ګراد له ۱،۵ درجې لوړه شي او د انسانانو ژوند ته متوجې ګواښ زیات کړي.

دا مطالعه څرګندوي که په نړۍ کې د ککړتیا کچه په همدې اندازه پاتې شي، نو دا به د ځمکې د ګرمښت اندازه خپل ناوړه او خطرناک حالت ته ورسوي چې د انسانانو ژوند ته ګواښ بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې پروګرام (UNEP) د روان اکټوبر په میاشت کې په یوه راپور کې وویل چې د نړۍ هېوادونه باید په هڅه کې وي څو د تېلو، سکرو او د ګازو د مصرف په کمولو سره ځمکې ته متوجې ګواښ کم کړي.

ارشیف، افغانستان کې د خښتو له یوې بټۍ پورته شوې دودونه چې د چاپېریال د ککړوالي او د تودوخې لامل بلل کېږي.
ارشیف، افغانستان کې د خښتو له یوې بټۍ پورته شوې دودونه چې د چاپېریال د ککړوالي او د تودوخې لامل بلل کېږي.

یوازې ۱۰ ورځې دمخه د سکاټلنډ په ګالسګاو کې پر اقلیمي بدلون د «COP26» غونډه جوړه شوه چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره د حرارت د درجې د کنټرول په خاطر د پاریس توافق‌نامې یو اصلي هدف دی.

د ناستې پایلې ښکاروي چې په نړۍ کې به د ډبرو سکرو د تولید کچه کمه شي، خو برعکس بیا په راتلونکو ۲۰ کلونو کې د ګاز د مصرف کچه په بې‌ساري ډول زیاتېږي.

تېر اګسټ میاشت کې د ملګرو ملتونو سازمان ګواښ وکړ که د ګلخانه‌یي ګازونو د مخنیوي لپاره چټک او جدي اقدامات ونه‌شي، د ځمکې د تودوخې درجه به په راتلونکو ۲۰ کلونو کې د سانتي ګراد له ۱،۵ درجې څخه لوړه شي او د انسان ژوند به لا نور هم له خطر سره مخ کړي.

XS
SM
MD
LG