د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

د «جي۲۰» هېوادونو د سرمشریزې وروستۍ ورځ؛ باید د ګازاتو د انتشار کچه صفر شي


د «جي۲۰» غونډه
د «جي۲۰» غونډه

په ایټالیا کې نن د «G20» یا د نړۍ د لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو د سرمشریزې دوهمه او وروستۍ ورځ ده.

د دغو هېوادونو مشران نن د دوهمې ورځ لپاره د ایټالیا په پلازمېنه روم ښار کې راسره غونډېږي.

په دغه غونډه کې به د نړۍ پیاوړي اقتصادي قدرتونه د اقلیمي بدلون او همداراز په سکاټلند کې د ملګرو ملتونو د راتلونکي «COP26» نړیوال جوړېدونکي کنفرانس پر محتویاطو ګډه اعلامیه خپره کړي.

په دغه سرمشریزه کې یوه ګډونوال امریکايي چارواکي رسنیو ته ویلي چې د بیانیې عناصر لا په بشپړه توګه نه‌دي روښانه شوي، خو ویل شوي چې تمرکز به د ځمکې د حرارت د کموالي په اړه وي.

د جي شل هېوادونو سرمشریزه
د جي شل هېوادونو سرمشریزه

کارپوهانو ویلي چې د ځمکې د حرارت د درجې د کنټرول په خاطر چې د ۱،۵ سانتي ګراد په حالت پاتې شي، باید د ګازاتو د انتشار کچه تر ۲۰۳۰ کاله پورې کابو نیم ته راکمه شي او تر ۲۰۵۰ کال صفر شي.

د جي ۲۰ نننۍ غونډې ته به د بریتانیا شهزاده چارلز هم وینا وکړي او د بریتانیايي رسنیو له خولې هغه به د نړۍ پر مشرانو غږ وکړي چې د راتلونکي نسل په وړاندې چې تر اوسه لا نه‌دی زېږېدلی، لوی مسؤلیت لري.

د دغې سرمشریزې پرونۍ غونډې ته د اردن صدراعظم جاسیندا هم وینا وکړه او ویې‌ویل: "سربېره پر دې چې زموږ هېواد د ګلخانه‌يي ګازونو د انتشار په برخه کې ډېره برخه نه‌لري، خو د هغه یوه هېواد په توګه چې د اقیانوسونو په واسطه محاط شوی، د اقلیمي بدلون څخه په امن کې نه‌یو."

د ایټالیا صدراعظم ماریو دراګي د «جي۲۰» پر غړو غږ وکړ چې د اقلیمي بدلون په وړاندې مثبت ګامونه اوچت کړي.

د ایټالیا صدراعظم ماریو دراګي
د ایټالیا صدراعظم ماریو دراګي

هغه همداراز ویلي چې باید دې ته هم‌مهاله د کرونا ویروس سره د مبارزې به برخه کې هم یو بل ته لاس ورکړو او په وړاندې یې ګډ کار وکړو.

هغه د نړۍ رهبرانو ته ویل چې د کرونا سره مبارزه، د اقلیمي بدلون مخنیوی او د عادلانه مالیاتو وضع کول هغه کارونه دي چې په یوازې توګه نه‌شي ترسره کېدلی.

XS
SM
MD
LG