د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

د اروپا پارلمان بحث؛ د افغانستان تېرو لاسته راوړنو ته باید په بې‌پامۍ ونه‌کتل شي


د اروپا پارلمان
د اروپا پارلمان

د ناټو ائتلاف یو چارواکی وايي، ډېری افغانان په دې باور دي چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې باید تر ډېرو کلونو دوام وکړي.

جان منزا (John Manza) نن (له افغانستانه د اخیستل شویو درسونو) په نوم یوه ناسته کې د اروپا پارلمان دفاعي او امنیتي کمېټې ته وویل چې په افغانستان کې تېرو لاسته راوړنو ته باید په بې‌پامۍ ونه‌کتل شي.

دغې ټولنې نن د عقرب په ۵مه ڼېټه په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان وضعیت او په دغه هېواد کې ترلاسه شوې تجربې او درسونه وارزول.

د اروپايي پارلمان ځینو غړو د افغانستان د پخواني حکومت او د ملي اردو پر پاشل کېدو هم انتقاد کړی دی.

د ناټو د عمومي منشي مرستیال جان منزا د خپلې کاري برخې په تړاو چې افغانستان، عراق او کوسوو په‌‍کې شامل دي په دغه هېوادونو کې په تېرو ۲۰ کلونو کې پر ننګونو، لاسته راوړنو او د افغانانو د غوښتنو اړوند جزئیات شریک کړل.

ښاغلی منزا زیاتوي: "هغه افغانان چې له موږ سره‌یې خبرې کړې دي، ویلي یې دي چې موږ باید د اوږدې مودې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړی وی، ځکه د هغوی په اند د یوه نسل بدلون ته اړتیا وه. دوی وویل چې په راتلونکو کلونو کې یې نورې مرستې ته اړتیا درلوده چې ورڅخه برخه‌من شي. دغو افغانانو موږ ته ویلي چې له ځانونو وپوښتو چې ایا ډېر ژر مو هڅې ونه‌درولې."

کابل ته د جګړو له امله یو شمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ چې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
کابل ته د جګړو له امله یو شمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ چې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

جان منزا همداراز ویلي چې په افغانستان کې مو ډېرې لاسته راوړنې هم درلودې.

هغه د ښځو او نجونو د کار او د زده‌کړو، د میندو د مړینې د کچې د ټیټوالي، د عمر د کچې د ډېروالي، د پوه کسانو د شمېر د زیاتوالي او ټولنیزو فعالیتونو د زیاتېدو په اړه خبرې وکړې او ویې‌ویل چې دا په افغانستان کې په تېرو دوه لسیزو کې لویې لاسته راوړنې وې.

په نننۍ غونډه کې د اروپايي پارلمان د امنیتي او دفاعي کمېټې فرعي غړو د افغانستان د پخواني نظام او د دغه هېواد د ملي اردو پاشل کېدل لویه صدمه وبلله.

د پارلمان یو شمېر نورو غړو د اګسټ له ۱۵مې تر ۳۰مې له کابل هوايي ډګر څخه د وګړو د تخلیې پر چارو نیوکه وکړه.

د اروپايي پارلمان غړي میخائیل ګهلیر چې د جرمني ډیپلومات او سیاستوال دی، په نننۍ غونډه کې وویل چې په افغانستان کې یو شمېر وزیران او پخواني سیاستوال او خپلوان‌یې د مخدره توکو په قاچاق او غیر قانوني فعالیتونو بوخت ول او د نظام د سقوط یو دلیل هم دا و.

ښاغلی ګهلیر زیاتوي: "فکر کوم یو دلیل چې د افغانستان اردو د طالبانو پر وړاندې مقاومت ونه‌کړ دا دی چې دوی فکر کاوه، ولې د هغو کسانو لپاره وجنګېږي چې یوازې د خپلې شتمنۍ په فکر کې و او د هېواد د سرتېرو او د دوی په فکر کې هېڅ نه‌و."

د اروپايي پارلمان غړی میخائیل ګهلیر
د اروپايي پارلمان غړی میخائیل ګهلیر

فنلنډۍ سیاستوالې او د اروپايي پارلمان غړې الوینا الامیتسا هم هغو درسونو ته اشاره وکړه چې په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې اخیستل شوي.

اغلې الامیتسا وايي: "شاید سلګونه پوښتنې وي چې څه ډول په یوه جګړه‌ځپلي هېواد کې دولت جوړونه وشي. یو درس همدا دی چې د سولې هوکړه باید د اصلي لورو ترمنځ شوې وی. بیا دولت جوړونې ته پام وشي. داسې یو څه په افغانستان کې ترسره نه‌شول او پایله‌یې ټول وینو."

د اروپايي پارلمان په نننۍ غونډه کې افغانستان ته د بشري مرستو پر دوام ټینګار وشو.

اروپايي ټولنې ویلي چې په افغانستان کې به حداقل حضور ولري، خو دا د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو په معنی نه‌ده.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست د مشر جوزف بورېل ویاندې نبیلې میسرالي د عقرب په څلورمه نېټه له ازادي راډیو سره په خبرو کې تأیید کړه چې دغې ټولنې د افغانستان لپاره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت مرستې ځانګړې کړې دي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل

د هغې په خبره دغه مرستې به د روغتیايي او زده‌کړو پر برخو ولګول شي.

میسرالي ویلي چې دا مرستې به د مرستندویه بنسټونو له‌خوا وېشل کېږي او د طالبانو په اختیار کې به نه‌وي.

هغه وايي، اروپايي ټولنه پنځه معیارونه لري چې طالبان په رسمیت وپېژني. لومړی دا چې افغانستان باید د ترورېستانو پر پټن‌ځای بدل نه‌شي، دوهم د بشري حقونو احترام وشي، درېیم دا چې نور سیاستوال په انتقالي حکومت کې په دندو وګمارل شي، په څلورمه مرحله کې دا چې د بشري مرستو وېش ته زمینه هواره شي او دا چې له افغانستان څخه د هغه وګړو د وتلو زمینه برابره شي چې له ګواښ سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG