د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

د روغتیا نړیوال سازمان تازه خبرداری: د افغانستان د روغتیا حالت مخ په خرابېدو دی


ارشیف، کابل کې یو روغتیايي کلینیک
ارشیف، کابل کې یو روغتیايي کلینیک

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان پر روغتیايي وضعې اندېښمن دی.

دغه سازمان یو وار بیا ګواښ کړی چې د افغانستان روغتیايي وضعه مخ په خرابېدو ده او د ځینو خاصو ناروغیو په برخه کې شاتګ شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان څانګې پرون په خپل ټوېټر باندې په یو لړ څرګندونو کې ویلي چې روغتیا پالنې ته لاسرسی کم شوی دی.

دې سازمان د ځینو عمده ناروغیو او ستونزو یادونه کړې د بېلګې په توګه ویل شوي چې د شري/سرخکان او نس‌ناستي/اسهال پېښې ډېرې شوې دي. د 'کووېډ-۱۹' په وړاندې مبارزه هم پڅه بلل شوې او ورسره د پولیو د پېښو د زیاتېدو د یو ستر ګواښ یادونه شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان څانګې همداراز زیاته کړې چې څه ناڅه ۵۰ سلنه ماشومان هم د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.

تر دې شااوخوا ۱۰ ورځې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس په خپله کابل ته تللی و.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس
د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس

کابل ته د سفر پر مهال او تر هغه وروسته‌یې د افغانستان روغتیايي سکتور له سقوط سره مخ وباله.

هغه له کابله په ستنېدو په یوه کنفرانس کې وویل، د تېرو څو کلونو په موده کې ځینې لاسته راوړنې شوې وې چې اوس ټول د له‌منځه له ګواښ سره مخ دي.

ښاغلي ګبریاسوس ویلي و: "په افغانستان کې تېر ۲۰ کاله د روغتیا په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې شوي. د مور او ماشوم مړینې کمې شوي، د پولیو د له‌منځه وړلو او نورو برخو کې هم پرمختګونه شوي. دا لاسته راوړنې اوس له جدي ګواښ سره مخ دي او د هېواد روغتیايي سیستم هم د سقوط په درشل کې دی."

له کله چې د اګست په پنځلسمه طالبانو په افغانستان باندې ولکه ټینګه کړې په دغه هېواد باندې د ځمکې او هوا له لارې د خوراکي او غیر خوراکي موادو او اړینو درملو انتقال د څو اوونیو لپاره ودرېد. دې چارې د دغه هېواد روغتیايي سیستم چې وار دمخه د 'کووېډ-۱۹' څو څپو ځپلی وو لا له خطر سره مخ کړ.

تازه په وروستیو لږ تر لږه دوو اونیو کې ځینو نړیوالو سازمانونو او خیریه ادارو بېرته له افغانستان سره د مرستو د پیل ژمنې کړي. یو هم د یونېسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق دی.

د یونېسف له لوري له یو شمېر افغان زده‌کوونکو ماشومانو سره د زده‌کړو مرسته شوي وسایل
د یونېسف له لوري له یو شمېر افغان زده‌کوونکو ماشومانو سره د زده‌کړو مرسته شوي وسایل

په یوه وېډیو کې چې یونېسف خپره کړې ښيي چې د دې بنسټ سیار ټیمونه د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې ماشومانو ته واکسین لګوي او میندو ته‌یې صحي خدمات وړاندې کوي.

د یونېسف افغانستان څانګې په خپل ټوېټر باندې لیکلي چې د افغانستان په ډېرو اړمنو او صعب‌العبورو سیمو کې یونېسف د روغتیايي خدمتونو ۶۰ سیار ټیمونه او د تغذیې د برخې ټیمونه په دنده ګمارلي څو یقیني کړي چې ماشومان او ښځې ژوند ژغورونکو خدمتونو او واکسینونو ته لاسرسی ولري.

XS
SM
MD
LG