د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

بروکسل کې د ناټو غونډه؛ سټولټنبرګ: افغانستان د اجنډا مهمه موضوع ده


ارشیف، د ناټو غونډه؛ عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، د ناټو غونډه؛ عکس تزئیني بڼه لري

د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه به نن او سبا د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې ترسره شي.

د امریکا د متحد ایالاتونو دفاع وزیر لوېډ اسټن د رومانیا له پلازمېنې بخارست څخه بروکسل ته رسیدلی دی او تمه ده چې نن به د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره غونډه پرانېزي.

سټولټنبرګ پرون چهارشنبه (د تلې په ۲۸مه نېټه) وویل چې د ناټو دې غونډه کې افغانستان د اجنډا یوه مهمه موضوع ده: "د افغانستان په اړه به خبرې وکړو، څو څرنګه ډاډه شو چې افغانستان د ترهګرو په پناه ځای نه بدلېږي. متحدان دا توان لري چې افغانستان کې د ترهګرو ګواښ له منځه یوسي. همدا راز طالبان به موږ ته حساب راکوي چې د ترورېزم، بشري حقونو او له افغانستانه په خوندي ډول د خلکو د ایستلو په برخو کې خپلې ژمني عملي کړي."

د ناټو عمومي منشي په پرونۍ خبري غونډه کې دا هم وویل چې د طالبانو د رژیم پر وړاندې به له سیاسي او دپلوماتیکو لارو دا ډاډ ترلاسه کوي چې افغانستان بیا د ترهګرو په پټنځای بدل نه شي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ غواړي دا ډاډ هم ترلاسه کړي چې افغانستان کې تېرې لاسته راوړنې خوندي شي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ غواړي دا ډاډ هم ترلاسه کړي چې افغانستان کې تېرې لاسته راوړنې خوندي شي.

د سټولټنبرګ په وینا، ناټو او د امریکا متحد ایالاتونو هر راز هڅې کړي چې افغانستان د نړیوالو ترهګرو د هلو ځلو په مرکز بدل نه شي او اوس هم اجازه نه ورکوي چې تروریستان هلته ازادانه فعالیت وکړي.

د ناټو سرمنشي زیاته کړه چې دی غواړي دا ډاډ هم ترلاسه کړي چې افغانستان کې د تېرو شلو کلونو لویې لاسته راوړنې خوندي شي.

سټولټنبرګ د طالبانو بیا واکمني د افغانانو او د ناټو د غړیو هېوادونو لپاره یو ناوین وباله او څرګنده یې کړه چې د طالبانو د یو ځلي پرمختګونو نه ارزونه شوې وه او نه وړاندوینه.

د اګسټ له پنځلسمې را وروسته چې طالبانو کابل نیولی دی دا درېیم ځل دی چې نړیوال پوځي چارواکي د افغانستان په اړه بحث کوي.

د اګسټ په شلمه د ناټو یو شمېر سیاسي او پوځي چارواکو د افغانستان پر وضعیت او د کابل د هوایي ډګر د فعالیت د ادامې په اړه بحث وکړ چې له دې لارې هغه بهرنیان او افغانان چې زیان ممکن ور واوړي خوندي بهر شي.

بیا د سېپټمبر په اوولسمه او نولسمه په یونان کې د ناټو د لوی درستیزانو او دفاع وزیرانو په غونډه کې وویل شول چې د افغانستان خلک په بد اقتصادي او اجتماعي وضعیت کې دي.

تمه ده چې د ناټو په نننۍ او سبانۍ غونډه کې هم پر هغو مسایلو بحث وشي چې د افغانستان دننه روان دي.

بد بشري وضعیت، بشري حقونو ته اندېښنې په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته او دا ډاډ ترلاسه کول چې افغانستان به د ترهګرو په پناهځای نه بدلېږي له هغو موضوعاتو یادیږي چې تمه ده د ناټو د دفاع وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې بحث پرې وشي.

XS
SM
MD
LG