د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

د افغانستان د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي تازه څرګندونې او د طالبانو غبرګون


د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

په داسې حال کې چې طالبان هڅه کوي، ګاونډیان او نور هېوادونه‌یې دولت په رسمیت وپېژني، پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی وايي، طالبان باید لومړی داخلي مشروعیت ترلاسه کړي.

ښاغلی کرزی ټاکنې یا هم په اوسنیو شرایطو کې د لویې جرګې راغوښتل د طالبانو لپاره د داخلي مشروعیت د ترلاسه کولو انتخابونه بولي چې طالبان‌یې باید مهم وګڼي.

ښاغلی کرزی د داخلي مشروعیت ترلاسه کول یوازنۍ لاره بولي چې د طالبانو دولت پرې کولای شي، د نړیوال مشروعیت اخیستو ته لاره اواره کړي.

حامد کرزي دا څرګندوې د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د تلې ۲۵» د امریکا غږ له نړیوالې څانګې سره په مرکه کې وکړې. هغه هم داسې مهال چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو عسکرو له وتو نږدې دوه میاشتې پوره شوې او امریکا د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوله.

وروستی امریکايي سرتېری له افغانستانه د وتلو پر مهال
وروستی امریکايي سرتېری له افغانستانه د وتلو پر مهال

هغه وویل، افغانستان د تاریخ په یوې حساسې مرحله کې دی او افغانان باید لاس سره ورکړي او د خلکو د ارادې پر بنسټ، یو دولت رامنځته کړي.

ښاغلی کرزی زیاتوي: "کورنی مشروعیت باید د ټاکنو او یا هم د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو سره د خلکو د ارادې بیان د لویې جرګې له لارې وشي، اساسي قانون معرفي شي او داسې نور."

خو نړیوالې ټولنې بیا د طالبانو دولت په رسمیت پېژندلو لپاره شرطونه ايښي او ویلي یې دي، تر هغه به د طالبانو دولت په رسمیت ونه‌پېژني چې دوی بشري حقونو او د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو او ارزښتونو ته درناوی ونه‌کړي.

خو طالبان وايي، دوی د افغانانو ملاتړ له ځان سره لري او همدا ملاتړ و چې دوی اوس په افغانستان واکمن دي.

د طالبانو د مطبوعاتي دفتر یوه غړي بلال کریمي ازادي راډيو ته وویل، طالبان د ټولنې له‌منځه را پورته شوي او د ولس پوره ملاتړ له ځان سره لري.

ښاغلی کریمي وايي: "اسلامي امارت د خلکو په ملاتړ ۲۰ کاله د بهرني اشغال په وړاندې ودرېد او باالاخره بریالی شو. اسلامي امارت ټول نړیوال نورمونه چې د یوه دولت د په رسمیت پېژندلو لپاره اړتیا وي، لري یې. د افغانستان ټوله اراضي یې په ولکه کې ده، د خلکو ملاتړ له ځان سره لري او خلکو ته ځواب ویونکي دی."

کابل کې یو شمېر وسله‌وال طالبان
کابل کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

ښاغلی کریمي د ټاکنو د کولو په خاطر د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د غوښتنې په ځواب کې وویل، د تېر نظام په ټاکنو کې درغلۍ کېدې او د تېر نظام مشروعیت جعلي او کاذب و.

د روان کال د زمري یا اسد میاشتې له ۲۴مې نېټې چې افغانستان د طالبانو تر ولکې لاندې راغی، تر دې دمه په رسمي ډول هېڅ هېواد حتی پاکستان چې د طالبانو ملاتړی او نږدې متحد ګڼل کېږي، د دوی حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

خو پاکستاني رهبرانو په ځانګړې توګه صدراعظم عمران خان او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په رسنیزو څرګندونو کې له طالبانو ملاتړ کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د کابل له نوي دولت سره همکاري وکړي.

ښاغلي کرزي په خپلې مرکه کې د داعش ډلې د وروستیو بریدونو او تاوتریخوالي په اړه هم اندېښنه ښودلې او دا ډله‌یې افغانستان او سیمې ته جدي ګواښ بللی.

نوموړي د سیمې له هېوادونو غوښتي چې د داعش پر ضد مبارزه کې دې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG