د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

جرمني: چمتو نه یو چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنو څو ټولشموله نه شي


د جرمني صدراعظمه انګېلا میرکل
د جرمني صدراعظمه انګېلا میرکل

د جرمني صدراعظمه وايي، هېواد یې لا دې ته تیار نه دی چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني، تر هغو چې دغې ډلې په خپل حکومت کې د ټولشمولۍ معیارونه پوره کړي نه وي.

انګېلا میرکل چې د صدراعظمې په توګه یې کاري دوره په ختمېدو ده، پرون د نړۍ د شلو لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو یا جي شل ډلې رهبرانو ته تر وینا وروسته په یوه کنفرانس کې دا خبرې وکړې.

تر دې مخکې د نړۍ نورو رهبرانو هم طالبانو ته چې د اګسټ میاشتې له ۱۵مې نېټې یې پر افغانستان ولکه ټینګه کړې ده، دې ته وَرته پیغام ورکړی دی.

  • د فرانسې غبرګون

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د تلې/میزان پر ۱۳ مه له یوې فرانسوۍ راډیو سره په خپله مرکه کې ویلي و، طالبانو ته باید پیغام ورکړل شي چې د نړۍ له خوا یې په رسمیت پېژندل شرطونه لري چې باید دوی ورته غاړه کښېږدي.

  • د سلواکیا او ایټالیا غبرګون

د نورو هېوادونو تر څنګ سلواکیا او ایټالیا هم ویلي چې دوی لا لېواله نه دي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

دغو هېوادونو ویلي، ګڼ داسې مسایل شته چې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې مخه یې نیولې ده چې یوه یې د ښځو، نجونو او نورو اقلیتونو پر وړاندې د طالبانو چلند ګڼل کېږي.

  • د قطر غبرګون

بل خوا د قطر یوه لوړ رتبه چارواکي ویلي، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل لا هم په لومړیتوب کې نه راځي.

مطلق بن ماجد القحطاني چې د ټرورېزم پر وړاندې د مبارزې او د شخړو د حل د ځانګړي استازي په توګه دنده لري، دا خبره پرون سې شنبه په دوحه کې د سوفان په نوم مرکز له خوا یوې رابلل شوې امنیتي غونډې ته وکړه.

القحطاني وویل، لومړیتوب په افغانستان کې روان بشري وضعیت، تعلیم او له دغه هېواده په ازادانه ډول د سفرکوونکو د تګ راتګ موضوع ده.

  • د طالبانو غبرګون

بل خوا د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د قطر په پلامېنه دوحه کې پرون یوه خبري کنفرانس ته وویل، د دوی حکومت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړي.

متقي زیاتوي: "افغانستان د اسلامي نړۍ د وجود مهمه برخه ده. همدا راز موږ له غربي نړۍ، د خلیج د هېوادونو او عربي نړۍ سره خاصې اړیکې غواړو. افغانستان نه غواړي چې په بهرنیو منازعو کې دخیل وي. بلکې موږ له ټولو لوریو سره مثبتې اړیکې غواړو."

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وویل، د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وویل، د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړي.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ دوې میاشتې په پوره کېدو دي، خو تر اوسه له لویدیځ څخه نیولې تر خلیج او سیمې پورې یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

پر افغانستان د ولکې د ټینګولو پر لسمه ورځ د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ویلي وو، د ځینو هېوادونو له استازو سره دوی خبرې کړي چې د دوی حکومت به ډېر ژر په رسمیت وپېژندل شي.

تېره شنبه او یکشنبه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکا استازو په خپلو کې د امنیتي مسایلو، د ټروریزم په وړاندې پر مبارزه او نورو موضوعاتو خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس تر دغو خبرو وروسته وویل چې په قطر کې شوې خبرې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو معنی نه ورکوي.

پاکستان چې د طالبانو په ملاتړ تورن دی هم تر اوسه د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو اقدام نه دی کړی، خو د دغه هېواد صدراعظم عمران خان او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د نړۍ له هېوادونو غوښتنه کړې چې له طالبانو سره تعامل وکړي.

XS
SM
MD
LG