د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

طالبان: ترکیې ته د طالب پلاوي سفر به په رسمیت پېژندلو کې ګټور تمام شي


د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د ترکیې په بلنه دغه هېواد ته ولاړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د ترکیې په بلنه دغه هېواد ته ولاړ.

په داسې حال کې چې ښایي په نږدې وخت کې د یو شمېر اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران کابل ته لاړ شي د طالبانو په مشرۍ د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د یوه لوړ پوړې پلاوي په مشرۍ ترکیې ته رسیدلی.

د اطلاعاتو فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، دا سفر د افغانستان لپاره مهم دی او هیله مندي شته چې ښې پایله ولري.

ښاغلي مجاهد دا سفر په راتلونکي څو ورځو کې کابل ته د یو شمېر اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له سفر سره تړلی یاد کړ.

هغه له دې اقدامه هرکلی وکړ او ویې ویل چې د افغانستان په سیاسي برخه کې یو مهم ګام دی: "د سفر د اجنډا او څرنګوالي په اړه به هلته بحث کېږي خو په ټوله کې دا یو مهم ګام دی او که دا سفر وشي دا به زموږ اړیکې د اسلامي هېوادونو سره پیاوړي کړي او د رسمیت پېژندلو په برخه کې به هم ګټور تمام شي، په عموم کې د افغانستان خلکو لپاره به ډیره ګټه ورسوي او سیاسي برخه کې به هم یو لو ګام وي او افغانستان د اسلامی هیوادونو ترمنځ مهم دی او ددې سفر سره به دغه مهم والی هم وساتل شي."

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په داسې حال کې ترکیې ته سفر کوي چې تېره ورځ د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د اندونیزیا له بهرنیو چارو وزیر سره په یوې خبري ناسته کې کابل ته د یو شمېر اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د سفر خبر ورکړ.

د طالبانو په مشرۍ د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وایي، دا سفر د ترکیې په رسمي بلنه ترسره شوی.
د طالبانو په مشرۍ د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وایي، دا سفر د ترکیې په رسمي بلنه ترسره شوی.

که څه هم ددې سفر کره نېټه یې په ډاګه نه کړه، خو ویې ویل چې په راتلونکي څو ورځو کې به دغه سفر تر سره شي.

له دې ور هاخوا بیا د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني ویلي، که له افغانستان سره اړیکې پرې شي دا به یوه لویه تېروتنه وي.

هغه ویلي، که څه هم د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل اوس د بحث د سر خبره نه ده، خو د افغانستان له دولت سره کار کولو ته تیار دی.

نوموړي ویلي، اوس هم افغانان اړینو بشري مرستو ته اړتیا لري او نړۍ باید په دې برخه کې پرته له کومې بې غورۍ مهم ګامونه واخلي.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د افغانستان لپاره د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادونو یا جي شل ځانګړې غونډې ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وړاندیز وکړ چې د افغانستان لپاره دې جي شل یوه دایمي کاري ډله رامنځته کړي چې هلته بشري بحران ته ورسېږي او طالبان وهڅوي چې یو پراخ بنسټه دولتي سیسټم رامنځته کړي.

XS
SM
MD
LG