د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۲

د کابل نړېوال هوايي ډګر د نړېوالو پروازونو لپاره د چمتو کېدو په حال کې


د کابل هوايي ډګر
د کابل هوايي ډګر

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپلو تازه ټویټونو کې د طالبانو له هغه اقدام څخه هرکلي کړی چې دوه ورځې وړاندې یې شااوخوا ۲۵۰ بهرنیانو ته له افغانستان د وتلو اجازه ورکړه.

ښاغلي خلیلزاد لیکلي، امریکا وتوانېده چې په تېرو درې ورځو کې له افغانستانه شااوخوا ۲۵۰ بهرنیان چې په کې امریکایان هم وو له افغانستانه وباسي.

نوموړي لیکلي، امریکا هڅه کوي څو هغه بهرنیان چې په افغانستان کې پاتې او هغه کسان چې غواړي افغانستان پریږدي له دغه هېواده وباسي.

بل خوا بیا د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آلثاني ویلي چې له خپل ترکي سیال سره یې د کابل د نړیوال هوايي ډګر د بیا پرانیستو لپاره د دواړو هېوادونو پر همکاریو غږیدلی.

نوموړي پرون جمعه پر ټویټر په یوه بیان کې وویل چې د کابل د هوايي ډګر د بیا پرانېستو او له نړۍ سره د افغانستان د بیا وصلېدو په هدف د ترکیې او قطر د همکارۍ له نتایجو څخه خوشاله دی.

هغه په ټینګار سره ویلي چې قطر او ترکیه په ګډه هڅه کوي، څو د کابل نړیوال هوايي ډګر د نړیوالو الوتنو لپاره له تخنیکي پلوه چمتو کړي.

له دې سره هم مهاله د اسلام اباد او کابل ترمنځ د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت پي ای اې الوتنې په را روانه اوونۍ کې پیلېږي.

د PIA هوايي شرکت ویاند عبدالله حفیظ خان نن شنبې فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې د دوشنبې له ورځې به د کابل او اسلام آباد ترمنځ ملکي الوتنې بیا پیل شي.

حفیظ خان زیاته کړه چې د پي ای اې یوه ایربس ۳۲۰ الوتکه به د دوشنبې په ورځ له اسلام اباد څخه کابل ته والوزي.

د پاکستان د پي ای اې الوتکه
د پاکستان د پي ای اې الوتکه

دا په داسې حال کې ده چې که دا الوتنې پیل شي نو پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته به PIA لومړنی نړیوال هوايي شرکت وي چې افغانستان ته الوتنې پیلوي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د کابل نړېوال هوايي ډګر کې د اوسنیو تازه پرمختګونو په اړه د اړوندو چارواکو او طالبانو نظر هم واخلي خو بریالۍ نه شوه.

XS
SM
MD
LG