د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

زلمی خلیلزاد: اشرف غني د طالبانو په لاس د کابل د سقوط مسؤل دی


امريکايي ډيپلومات او د افغان سولې لپاره د متحده ايالاتو ځانګړی استازی زلمی خليلزاد
امريکايي ډيپلومات او د افغان سولې لپاره د متحده ايالاتو ځانګړی استازی زلمی خليلزاد

امريکايي ډيپلومات او د افغان سولې لپاره د متحده ايالاتو ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د طالبانو لاس ته د کابل لوېدل د ولسمشر غني له امله بولي.

خليلزاد د کابل له سقوط وروسته له فايننشل ټايمز ورځپاڼې سره په خپله لومړۍ مرکه کې ويلي، په تېره مياشت کې له هېواده د ولسمشر غني د وتلو پلان چې د کابل د سقوط لامل شو له طالبانو سره شوې هوکړه په وروستيو شېبو کې ماته کړه چې له مخې يې سياسي انتقال ترسره کېده.

د امريکا ځانکړي استازي چې په وروستيو کلونو کې يې له طالبانو سره د يوې هوکړې په هدف مذاکرات ترسره کول دې ورځپاڼې ته ويلي چې د کابل له سقوط څو ساعته وړاندې يې له طالبانو د دوه اوونيو لپاره هوکړه ترلاسه کړې وه.

نوموړي زياته کړې: "په تېره مياشت کې له کابله د ولسمشر غني تېښتې له طالبانو سره د وروستيو شېبو هغه هوکړه لغوه کړه چې له مخې به‌يې کابل د اسلام‌پالو لاس ته نه‌لوېږي او مذاکرات به د سياسي واک لپاره ترسره کېږي."

خليلزاد فايننشيل ټايمز ته ويلي چې په دې نه‌و خبر چې ولسمشر غني به له کابله وځي.

خليلزاد هغه تورونه رد کړل چې ګواکې د اګسټ پر ۱۵مه‌يې طالبانو سره هوکړه کړې وه چې ارګ ته ننوځي او ويلي يې دي چې په دې اړه‌يې طالبانو ته شین څراغ نه‌و ورکړی.

د اګسټ مياشتې په ۱۵مه ارګ ته يو شمېر دننه شوي طالبان
د اګسټ مياشتې په ۱۵مه ارګ ته يو شمېر دننه شوي طالبان

د خليلزاد په خبره چې د ولسمشر غني د تېښتې له امله امنیتي خلا رامنځته شوه او طالبان اړ شول چې کابل ته ننوځي او دا کړنه د دې لامل شوه چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي او د دوحې مذاکرات پای ته ورسېږي.

مخکېني افغان ولسمشر محمد اشرف غني که څه هم د خليلزاد وروستيو څرګندونو په اړه څه نه‌دي ويلي خو له دې وړاندې يې په خپل لومړي وېډيويي پيغام کې ويلي و چې د افغانانو د وينې تويېدو د مخنيوي په هدف‌يې هېواد پرېښی، نوموړي ويلي حتی د تګ په وخت‌يې د بوټانو اغوستلو وخت نه‌و پيدا کړی او هغه تورونه چې ګواکې پيسې يې له ځانه سره وړي، بې‌بنسټه وبلل.

ښاغلي غني ويلي و: "که زه پاتې وای د کابل ورانېدو او وينې تويېدو لامل کېدم، طالبانو او بهرنيو او کورنيو ملاتړو يې واضع ويلي وو چې تر څو زه يم دوی به د سولې لاره غوره نه‌کړي، بله چې زما له تګ څو دقيقې وروسته ناپېژانده کسان چې زموږ په ژبه‌يې خبرې نه‌کولې ارګ ته ننوتلي وو."

له بل پلوه په پاکستان کې د طالبانو د واکمنۍ پخوانی سفير عبدالسلام ضعيف د اګسټ په ۲۳مه ازادي راډيو سره په مرکه کې ويلي و چې په کابل کې د قدرت تشې له رامنځته کېدو وروسته له زلمي خليلزاد سره تر هوکړې وروسته طالبان کابل ته ننوتل.

عبدالسلام ضعیف کابل ته د طالبانو د ناڅاپي ننوتلو د ورځې کېسه کوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:18 0:00

ضعیف په دې مرکه کې ويلي و چې طالبانو ژمنه کړې وه چې له سياسې هوکړې پرته به کابل ته نه‌ننوځي، خو له کابله د ولسمشر غني له ناڅاپي تګ وروسته په کابل کې د ګډوډۍ مخنيوي په هدف دغه ډله کابل ته ننوته.

ښاغلي ضعيف ويلي: "په دوحه کې يوه بېړنۍ ناسته ترسره شوه، نږدې پنځه بجې هوکړه وشوه چې طالبان به کابل ته ننوځي او د کابل امنيت به نيسي، طالبان په داسې حال کې کابل ته ننوتل چې نه‌يې چمتووالی ورته درلود او نه هم کوم پلان موجود وو."

زلمی خليلزاد په ۲۰۱۸ کال کې د ډونالد ټرمپ له لوري د افغان سولې لپاره د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو.

قطر کې د زلمي خليلزاد او ملا عبدالغني برادر ترمنځ هوکړه
قطر کې د زلمي خليلزاد او ملا عبدالغني برادر ترمنځ هوکړه

نوموړي د طالبانو د مذاکراتي ټيم له مشر ملا عبدالغني برادر سره د ۲۰۲۰ کال فبرورۍ مياشتې په ۲۹مه نېټه د سولې هوکړه لاسليک کړه، هغه هوکړه چې له مخې يې پنځه زره طالب بنديان له بنده ازاد او د بین‌الافغاني مذاکراتو پيل لامل شول، خو د دې مذاکراتو له پيل وړاندې کابل د طالبانو په لاس سقوط وکړ.

XS
SM
MD
LG