د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

غني: د افغان ځواکونو بیا انسجام راته لومړیتوب لري، جدي اقدامات کېږي


د جمهور رییس غني پیغام
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

د جمهور رییس غني پیغام

د افغانستان په ولایتونو د طالبانو د ولکې په پراخېدو سره، افغان جمهور رییس محمد اشرف غني وايي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو بیا انسجام ورته لومړیتوب لري او په دې برخه کې جدي اقدامات تر لاس لاندې دي.

ښاغلي غني، د شنبې په ورځ په یوه ټلوېزوني پیغام کې ملت ته په خطاب کې وویل، هڅې روانې دي چې د بې ثباتۍ له لا پراختیا، تاوتریخوالي او د خلکو له بې برخلیک کېدو مخنیوی وشي.

دی وايي: "په داسې حال کې پوهېږم چې د حال او راتلونکي په اړه اندېښمن یاست، تاسې ته ډاډ درکوم چې د جمهور رییس په توګه مو زما هڅه پر دې ده چې د بې ثباتۍ له لا پراختیا، تاوتریخوالي او د خلکو له بې برخلیک کېدو مخنیوی وکړم. د یو تاریخي رسالت له مخې هڅه کوم چې د افغانستان پر خلکو په تپل شوې جګړه کې تردې زیات بې ګناه خلک ونه وژل شي، ستاسې ۲۰ کلنې لاسته روانې له منځه ولاړې نه شي، عام تاسیسات وران نه شي او بې ثباتي دوام پیدا نه کړي."

ښاغلي غني دغه شان وویل چې د یوې مناسبې حل لارې لپاره یې له ګنو سیاسي رهبرانو، مشرانو او نړېوالو همکارانو سره سلا مشورې پیل کړي چې ډېر ژر به یې پایلې له ولس سره شریکې کړي.

د افغان ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال دي چې افغانستان کې د جګړو د پراخېدو تر ځنګ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د کشالې د حل لپاره خبرې هم روانې دي.

افغان حکومت او زلمي خلیل زاد هڅه کوي چې طالبانوته د تاوتریخوالي د کمېدو په اړه یوې طرحه وسپاري.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د کشالې د حل لپاره خبرې هم روانې دي.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د کشالې د حل لپاره خبرې هم روانې دي.

له دې وړاندې ښاغلي خلیلزاد ، د افغانستان لپاره د ترویکا پلس ناستې له استازو سره په دې اړه خبرې کړي او یوه اعلامیه یې هم خپره کړې وه چې د افغانستان د اوسني بحران پر حل کېدو په کې ټینګار شوی و.

په دې اعلامیه کې د قطر په کوربه توب، د امریکا، چین، بریتانیا، پاکستان، ازبیکستان، اروپايي ټولنې او یو شمېر نور هېوادونو نظرونه هم اخیستل شوي او د افغانستان د کشالې دواړه خواو ته وړاندې شوي دي.

د افغانستان د مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوزون هم ازادي راډیو ته ویلي و چې افغان حکومت طالبانو ته وړاندیز کړی چې جګړه بس او په واک کې شریک شي.

نوموړي نوموړي ویلي، په دې طرحه کې له سیاسي ګډون تر سیاسي هوکړې ته رسېدلو پورې تول موضوعات شامل دي.

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې طالبانو شااوخوا د ۱۸ ولایتونو مرکزونه نیولي او د یو شمېر نورو ولایتونو په مرکزونو کې هم جګړه روانه ده.

XS
SM
MD
LG