د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

طالبان: د راتلونکي نظام د څرنګوالي په اړه یو پلاوی له کابل دوحې ته ځي


د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ کې یو شمېر وسله‌وال طالبان
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

طالبان وايي، په افغانستان کې د راتلونکي نظام د جوړېدو په اړه له یو شمېر افغان سیاسیونو سره خبرې کوي او یو پلاوی له کابل دوحې ته ځي.

په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته وویل، لا معلومه نه‌ده چې دا پلاوی به کله ولاړ شي، خو دا پلاوی به ژر دوحې ته ولاړ شي او دوی هم چمتو دي چې د افغانستان د راتلونکي په اړه سره بحثونه وکړي.

ښاغلي نعیم د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۲۵» "موږ غواړو چې یو تفاهم وي او په سوله‌ییز شکل د راتلونکي لپاره یو ترتیب برابر شي. هغه کسان چې راځي، دلته به راشي، سره کېنوو او وګورو چې څه کېږي. اوس وضعیت عادي نه‌دی، وګورو چې څه کېږي او څه ډول راتلونکی ترتیب برابرېږي."

د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم
د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم

طالبان داسې مهال له افغان سیاسیونو سره د راتلونکي نظام د جوړېدو په اړه بحث ته لېوال او په تمه دي چې پرون‌یې د ارشاد او دعوت کمېسیون مشر امیر خان متقي وویل، د واک لېږد روښانه دی او راتلونکی نظام د هغه چا دی چې اوس پر ټول وطن حاکم دي.

خو د هغه تر خبرو وروسته، په قطر کې د دې ډلې بل غړي سهیل شاهین اسوشیټډ پرس ته وویل، د ټول‌ګډونه یا همه‌شموله اسلامي حکومت د جوړېدو لپاره خبرې پیلوي.

ده زیاته کړې، د واک د انحصار فکر کې نه‌دي او د یوه ټول‌ګډونه، اسلامي حکومت د جوړولو لپاره له ټولو افغاني جهتونو سره خبرې پیلوي.

خو له افغانستان تر اوسه د دې خبرو د پخلي خبره یوازې پخواني جمهور رئیس حامد کرزي کړې ده.

هغه تېره شپه بي‌بي‌سي ته وویل، له طالبانو سره د راتلونکي نظام د جوړېدو په اړه د خبرو لپاره دوحې ته ځي.

ښاغلي کرزي زیاته کړه، زلمي خلیلزاد ده ته ټیلیفون کړی او ترې یې غوښتي چې له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته سفر وکړي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

هغه ونه‌ویل چې دا سفر به کله وشي، خو ټینګار یې وکړ چې له طالب مشرانو سره د سولې او امنیت د راتلو لپاره اړیکه کې دی.

د افغان سیاسیونو او طالبانو ترمنځ د راتلونکي حکومت د څرنګوالي د پیلېدو بحث داسې مهال مطرح کېږي چې یوه ډله نور سیاسیون پاکستان کې دي.

محمد یونس قانوني، محمد کریم خلیلي، صلاح‌الدین رباني، احمد ضیا مسعود، احمد ولي مسعود، لطیف پدرام، خالد نور او ځیني نور د دې پلاوي غړي دي.

دوی نن د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره ولیدل.

ښاغلي قریشي په خپله رسمي فېسبوک‌پاڼه لیکلي، له افغان سیاسیونو سره کتنه کې یې په افغانستان کې د جمهوریت، سولې او ثبات په اړه خبرې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

دا په داسې حال کې ده چې پرون بیا حامد کرزي او عبدالله عبدالله اعلان وکړ چې د ګډوډۍ د مخنیوي، د سولې اړوند مسئلو او په سوله‌ییزه توګه‌یې د واک د لېږد مدیریت لپاره د ګلبدین حکمتیار په ګډون د همغږۍ شورا جوړه کړې ده.

په ورته وخت کې ملګري ملتونو نن دوشنبه د افغانستان په اړه بېړنۍ ناسته رابللې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش له طالبانو هم غوښتي چې له زغم کار واخلي، بشري حقونو ته درناوی وکړي او د بشري مرستو رسېدو ته زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG