د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

د طالبانو تر واک لاندې ځینو ښارونو وضعیت او د اوسېدونکو بېلابېلې کیسې


د افغانستان تخار ولایت کې یو شمېر طالب جنګیالي
د افغانستان تخار ولایت کې یو شمېر طالب جنګیالي

د طالبانو په لاس د شااوخوا ۲۰۰ ولسوالیو له سقوط وروسته، د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې جنګیاليو د ښارونو د نیولو په هدف د افغانستان شمال او شمال ختیځ سیمو کې خپلې حملې پیل کړې دي.

‎په تېرو دوو اوونیو کې طالبانو د زرنج، شبرغان، تالقان، سرپل او سمنګان مرکز ايبک ښارونه نيولي او په پلخمري، لښکرګاه، کندز، کندهار، د مزار شریف ځیني سیمو او فیض‌اباد ښارونو کې بیا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالب وسله‌والو ترمنځ جګړې روانې دي.

‎د طالبانو په لاس د دغو ښارونو له سقوط سره سلګونه کورنۍ د افغانستان بېلابېلو سیمو او کابل ته کډوالې شوي او په نیول شویو ښارونو کې د پاتې کورنیو د ژوند په اړه بیا اندېښنې زیاتې شوې دي.

خو د ځینو ښارونو اوسېدونکي چې تازه د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ژوند کوي، وضعیت څنګه ارزوي؟خو د ځینو ښارونو اوسېدونکي چې تازه د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ژوند کوي، وضعیت څنګه ارزوي؟

‎د دغو اوسېدونکو کسانو کیسې بېلابېلې دي.

‎د تخار ولایت مرکز د تالقانو ښار يو اوسېدونکی چې دا دوه ورځې مخکې طالبانو سقوط کړ، وایي چې د طالبانو جنګیالي د دولتي کارکوونکو په ځانګړې توګه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کورونو په لټه کې دي چې دوی ومومي او تر څېړنو لاندې یې ونیسي.

د افغانستان له شمالي ولایتونو د جګړې له امله کابل ته یو شمېر رابې‌ځایه شوې کورنۍ
د افغانستان له شمالي ولایتونو د جګړې له امله کابل ته یو شمېر رابې‌ځایه شوې کورنۍ

دی وایي چې بازارونه تړلي دي او برېښنا او اوبه هم د خلکو پر مخ بند شوي دي: "زه خپله د سیمه‌ییزو کارکوونکو له ‌‌‌‌‌‌ډلې یم، د طالبانو له لاسه او دا چې وېرېږو چې دکانونه مو چور نه‌شي، تر اوسه په کور کې یو، هټۍ او مارکېټونه تړلي دي، اوبه او برېښنا نه‌شته او مخابراتي خدمات هم په منظمه توګه کار نه‌کوي."

‎د تالقانو ښار د دغه اوسېدونکي په خبره، د خپلو ترانو په خپرولو د ښار په کوڅو او واټونو کې ګرځي راګرځي او خلک هم له وېرې له کورونو نه‌شي وتلی.

دی زیاتوي، د طالبانو هغه کسان چې د تالقانو ښار دننه دي له څېرو یې ښکاري چې د بېلابېلو هېوادونو څخه دي او ټول‌یې افغانان نه‌دي.

‎خو طالبان بیا د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې له لوري د کورونو پلټنو ادعا ردوي.

‎د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې یو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې دا ادعاوې بې‌بنسټه دي او حقیقت نه‌دي.

‎په زرنج ښار کې چې څه موده مخکې د طالبانو په لاس سقوط شو‌، کیسې په‌کې د تالقانو تر ښاره توپیر لري.

‎د دغه ښار ځیني اوسېدونکي وایي چې په زرنج ښار کې ژوند ورو ورو د عادي کېدو په حال کې دی او خلک هم خپلو کارونو باندې بوخت دي.

د افغانستان عمومي نقشه کې نیمروز ولایت
د افغانستان عمومي نقشه کې نیمروز ولایت

‎رحیم شاه او محمد یوسف‌زی چې د دې ښار هټۍوال دي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته‌یې وویل چې بازارونو کې ګڼه ګوڼه ‌‌‌‌‌‌ډېره کمه شوې او پلور او پېر په‌کې کم‌رنګه دی.

دوی زیاتوي: "کار او بار له هغې لومړیه هم ښه نه‌و، خو له کله چې اسلامي حکومت (طالبان) راغلي بېخي خراب شوی، موږ هیله‌مند یو چې ان‌شاءالله اوس دغه حکومت هم راغلی، زموږ کار او بار ښه شي او هغه خلک چې کډوال شوي هغوی هم بېرته راستانه شي او هر څه ښه شي."

"زموږ بازارونو بدلون موندلی ځکه یو بل دولت راغلی او یوه اوونۍ کېږي چې بازارونه بېخي کم‌رنګه شوي او دا دوه درې ورځې مو خپلې هټۍ هېڅ نه‌دي پرانیستي، اوس امنیت یو څه ښه شوی، نو هټۍ به هم بېرته پرانیزو، خو بیا هم پلور او پېر نه‌شته هیله‌مند یو چې بازارونه ښه شي."

‎د دوی په خبره، د دغه ښار ‌‌‌‌‌‌ډېری اوسېدونکي په ځانګړې توګه دولتي کارکوونکي کډوال شوي او ځیني یې ایران ته تللي دي.

‎د طالبانو تر ولکې لاندې ښارونو اوسېدونکي وایي چې خلک په وېره کې ژوند کوي او له نا څرګند برخلیک سره مخامخ دي.

‎دا په داسې حال کې ده چې طالبان څو ځلې ویلي چې د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې به خدمات په عادي ‌‌‌‌‌‌ډول دوام ولري.

‎بل‌خوا افغان حکومت ویلي چې د له لاسه تللو سیمو د بېرته نیولو لپاره عملیات لا روان دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG