د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

امریکا سفارت: طالبان د بریدونو په دوام نړیوال مشروعیت نه شي ترلاسه کولی


طالبان
طالبان

په افغانستان کې د طالبانو د جګړې له پراخېدو سره روان وضعیت ته کورنۍ او نړیوالې اندېښنې هم په ډېرېدو دي.

طالبان همدا پرون یکشنبه (د زمري ۱۷مه) د درېیو ولایتونو کندز، سرپل او تخار مرکزونو ته ننوتل او ګڼې دولتي ادارې یې لاندې کړې.

تردې وړاندې طالبان د جوزجان او نیمروز مرکزونو شبرغان او زرنج ته هم ننوتلي او د کندهار، لښکرګاه او هرات ښارونو په منځ او شااوخوا کې یې هم جګړې کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی وایي، حکومت به ژر طالبان له دې ښارونو په شا کړي: "د خوست، کندهار، هلمند او هرات په ګډون په ګڼو ولایتونو کې سلګونه ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. هغو سیمو ته چې د ترهګرو فشار پرې زیات و او بریدونه یې کول، تازه دمه ځانګړي او کومانډو ځواکونه رسیدلي دي. ډېر ژر به هغه ښارونه چې ترهګرو غوښتل سقوط یې کړي بېرته د دښمن په هدیره بدل شي."

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی وایي، حکومت به ډېر ژر طالبان له دې ښارونو په شا کړي
د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی وایي، حکومت به ډېر ژر طالبان له دې ښارونو په شا کړي

طالبانو داسې مهال د ښارونو نیولو ته مخه کړې چې پر دغې وسله والې ډلې ورځ تر بلې نړیوال فشارونه زیاتیږي.

همدا پرون یکشنبه کابل کې د امریکا سفارت وویل: "که طالبان د نړیوال مشروعیت د غوښتنې ادعا لري، نو د جګړو دوام یې دغې هیلې ته نه نژدې کوي."

سفارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، طالبان دې د پوځي کمپاین پر ځای خپله انرژي د سولې پر بهیر ولګوي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې بیا ویلي، افغانستان ملکیانو ته یو مرګونی هېواد دی او سم نیمایي وګړي یې چې ۱۷ میلیونه کېږي جګړو ډېر ځپلي دي.

له دې وړاندې نورو امریکایي چارواکو ویلي، که طالبان د زور له لارې واک ته ورسېږي، دولت به یې په رسمیت ونه پیژندل شي.

داسې ښکاري چې د نړیوالو دا اندېښنې او فشارونه افغان حکومت ته کافي نه بریښي او دوی دې برخه کې د عملي او غوڅ دریځ غوښتونکي دي.

د ولسمشر محمد اشرف غني د ستراتیژیکو اړیکو سلاکار وحید عمر ویلي، افغانستان د ګڼ وژنې، چور او ویجاړۍ له بې سارې څپې سره مخامخ دی او نوموړي پوښتنه کړې چې نړۍ څه شي پر طالبانو او پاکستان له فشار راوړلو او د دوی په وړاندې د ښکاره دریځ له اعلانولو منعه کړې ده.

ښاغلي عمر پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، مخکې له دې چې ډېره ناوخته شي، دا "لیونتوب" باید پای ته ورسیږي.

تر دې یوه ورځ مخکې امریکایي رسنیو د ولسمشر جوبایډن په حواله وویل چې "بي ۵۲" او سپېکټر په نوم په وسلو سمبالو الوتکو ته یې امر کړی چې افغانستان کې طالبان په نښه کړي.

په افغانستان کې دننه دفاع وزارت وایي چې پر طالبانو یې د هوایي او ځمکنیو بریدونو له لارې پوځي فشار زیات کړی دی او مرګ ژوبله یې ورته اړولې.

په سیاسي ډګر کې بیا افغان ولسمشر له سیاسي او جهادي مشرانو سره د سلا مشورو لړۍ روانه ساتلې او دوی د امنیتي ځواکونو په ملاتړ او د شته لاسته راوړنو د ساتنې پرلارو چارو خبرې سره کوي.

XS
SM
MD
LG