د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

افغان حکومت: طالبان د کندز او سرپل ښارونو ته دننه شوي


ارشیف، کندز ښار کې د افغان ځواکونو عملیات
ارشیف، کندز ښار کې د افغان ځواکونو عملیات

د زرنج او شبرغان له نیولو وروسته، طالبانو له تېرې شپې راهیسې په سرپل او کندز ښارونو درنه جګړه پیل کړې.

د افغانستان حکومت مني چې طالبان دې دوو ښارونو ته دننه شوي، خو د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ دي.

د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواري د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۱۷» ازادي راډیو ته رالېږلي پیغام کې لیکلي "طالبانو له تېرې شپې راهیسې پر سرپل او کندز بریدونه پیل کړل او اوس په دې ښارونو درنه جګړه روانه ده."

د افغانستان وسله‌وال پوځ ویاند اجمل عمر شینواری
د افغانستان وسله‌وال پوځ ویاند اجمل عمر شینواری

طالبان بیا د دې دوو ښارونو د نیولو ادعا کوي.

د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا په خپله ټویټرپاڼه لیکلي "سرپل او کندز یې نیولي او په دې دوو ښارونو کې یې د وسله‌والو پرمختګ روان دی."

خو ملي دفاع وزارت دا خبره نه‌مني.

د دې وزارت ویاند روح‌الله احمدزي ازادي راډیو ته وویل، په کندز، سرپل او جوزجان کې په شدت جګړه روانه ده.

ښاغلی احمدزی زیاتوي: "په کندز، سرپل او جوزجان ولایتونو کې د ترهګرو د ځپلو په موخه جګړه په شدت دوام لري او د تهدیداتو د له‌منځه وړلو په موخه به له ټولو نظامي لارو ګټه واخیستل شي."

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې هم لیکلي "په کندز کې یې کمانډو ځواکونو د شهید عبدالرازق څلور لارې او د ملي راډیو ټلوېزیون ودانۍ له طالبانو بېرته نیولې او د ښار په نورو څنډو کې یې عملیات روان دي."

هاغاړه په ټولنیزو رسنیو کې هم یوه وېډیو خپره شوې او په‌کې ښکاري چې د کندز ښار دننه په یو شمېر هټیو کې اور لګېدلی دی.

په وېډیوګانو کې د خلکو له قوله چې دا اور د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې په پایله کې لګېدلی چې خلکو ته‌یې مالي زیان اوښتی دی.

تر اوسه د کندز او سرپل په ولایتونو کې د روانې جګړې په اړه د مرګ‌ژوبلې دقیق ارقام نه‌شته، خو ملي دفاع وزارت وايي، په شبرغان او زرنج کې د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې لږترلږه ۲۰۰ وسله‌وال وژل شوي دي.

ارشیف، کندز کې د افغان ځواکونو عملیات
ارشیف، کندز کې د افغان ځواکونو عملیات

له کندز او سرپل سربېره، پر تخاز، کاپیسا، پنجشېر او بدخشان هم طالبانو تېره شپه بریدونه کړي، خو حکومتي مسؤلان وايي، دا بریدونه‌یې په شا تمبولي او طالبانو ته‌یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

خو طالبان بیا په دې بریدونو کې د خپل پرمختګ خبره کوي.

بل‌خوا د طالبانو د دې بریدونو په اړه غبرګونونه هم شته. په کابل کې د امریکا سفارت نن یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د افغانستان پر ښارونو د طالبانو بریدونه غندي.

په اعلامیه کې راغلي، د نیمروز په زرنج، د جوزجان په شبرغان او لښکرګاه د طالبانو بریدونه چې په زور ځانونه حاکمول غواړي، د منلو نه‌دي او دا کار د هغې ادعا سره ټکر کې دی چې طالبان وايي، د خبرو له لارې شخړه حلوي.

XS
SM
MD
LG